نړۍ

له اوکراین سره د سولې مستقیمو خبرو اترو ته چمتو یم – ولادمیر پوتین

زیلینسکي ویلي؛ اوکراین به د چارشنبې پر ورځ په لندن کې د امریکا او اروپایي هېوادونو سره په خبرو اترو کې برخه واخلي. په دې راپور کې راغلي، چې دا بحثونه د تېرې اوونۍ د پاریس د غونډې یوه برخه ده، چې امریکا او اروپایي هېوادونو د درې کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره تر ارزونې لاندې نیولې ده.

Published

on

د رویټرز د راپور له مخې؛ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دوشنبې پر ورځ د جګړې له لومړیو ورځو راپدېخوا د لومړي ځل لپاره له اوکراین سره د دوه اړخیزو خبرو اترو وړاندیز وکړ او د هغه اوکرایني سیال ولادیمیر زیلینسکي ویلي؛ کیف لیواله دی، چې پر ملکي اهدافو د بریدونو د بندولو په اړه بحث وکړي.

زیلینسکي ویلي؛ اوکراین به د چارشنبې پر ورځ په لندن کې د امریکا او اروپایي هېوادونو سره په خبرو اترو کې برخه واخلي. په دې راپور کې راغلي، چې دا بحثونه د تېرې اوونۍ د پاریس د غونډې یوه برخه ده، چې امریکا او اروپایي هېوادونو د درې کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره تر ارزونې لاندې نیولې ده.

پوتین د روسیې د دولتي ټلویزیون له خبریال سره په خبرو کې ویلي، چې د سپېڅلي اختر لپاره له اوربند وروسته جګړه بیا پیل شوه،  چې هغه د شنبې پر ورځ په یو اړخیزه توګه اعلان کړ. هغه وویل مسکو د سولې هر راز نوښت مني او له کیف څخه ورته تمه لري.

پوتین د دولتي ټلویزیون خبریال پاول زروبین ته ویلي: ” مونږ تل د دې په اړه خبرې کړې، چې د سولې هر راز نوښتونو ته به مثبت چلند ولرو. هیله لرو، چې د کیف رژیم استازي به ورته احساس وکړي.”

د کریملین ویاند دمیتري پیسکوف، چې وروسته د انټرفیکس له خبري سرچینې لخوا نقل شو خبریالانو ته وویل: “کله، چې ولسمشر ویلي؛ دا ممکنه ده، چې پر ملکي اهدافو د نه برید کولو په اړه به بحث وشي او له اوکرایني لوري سره یې خبرې اترې او بحثونه په پام کې درلودل.”

رویټرز راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۲ کال د روسیې د فبرورۍ له برید وروسته د دواړو خواوو ترمنځ مستقیمې خبرې اترې ندي شوي.

زیلینسکي په خپله شپنۍ ویډیويي وینا کې ویلي، چې اوکراین د ملکي اهدافو پر وړاندې د بریدونو د پای ته رسولو لپاره له خپل وړاندیز ملاتړ کوي او د ترلاسه کولو لپاره هر ډول خبرو اترو ته چمتو دي. مخکې له دې امریکا او اوکراین دا د ۳۰ ورځني اوربند په توګه طرحه کړې وه.

هغه ویلي: “اوکراین خپل وړاندیز ته ژمن دی، چې لږ تر لږه پر ملکي اهدافو برید ونکړي او له مسکو څخه هم د روښانه ځواب تمه لرو.مونږ یې د ترلاسه کولو په اړه د هر ډول خبرو اترو لپاره چمتو یوو.”

هغه وایي، چې د لندن خبرې اترې “بنسټیزه دنده لري: د غیر مشروط اوربند لپاره فشار راوړل. دا باید د پیل ټکی وي.”

زیلینسکي د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې یو غیر مشروط اوربند به “د رښتینې او تلپاتې سولې له رامنځته کیدو وروسته” وي.

واشنګټن ویلي، چې دوی به د وروستۍ اوونۍ له اوربند غځولو هرکلی وکړي.

زیلینسکي ویلي، چې د سپیڅلي اختر اوربند پرمهال د روسیې دوامداره بریدونه ښیي، چې مسکو د جګړې د اوږدولو اراده لري.

زیلینسکي دا هم ویلي، چې د اوکراین ځواکونو ته لارښوونه شوې، چې د روسیې د پوځ د کړنو عکس العمل ته دوام ورکړي.

هغه په ایکس پاڼه کې لیکلي: “د اوکراین د اقداماتو ماهیت به متوازي پاتې شي؛ اوربند به له اوربند سره مخ شي او د روسیې بریدونه به له بریدونو سره مخ شي. اقدامات تل د کلمو پر پرتله لوړ غږ کوي”.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو دواړو د جمعې پر ورځ ویلي، چې واشنګټن کولی شي د څو ورځو په اوږدو کې له پرمختګ پرته د سولې خبرې ودروي.

ټرمپ د یکشنبې پر ورځ یوه ډېره خوشبینانه یادونه وکړه، چې “هیله ده” دواړه خواوې به “په روانه اوونۍ کې” یوه معامله وکړي.

د روسیې غوښتنه اوکراین ټولې هغه ځمکې دي، چې پوتین یې د نیولو ادعا لري؛ رانغاړي او اوکراین باید دایمي بې طرفي ومني.

اوکراین وايي، چې دا به د تسلیمیدو معنا ولري او که مسکو بیا برید وکړي؛ نو بې دفاع به پاتې وي.

د پیسکوف د څرګندونو له مخې: “ولسمشر پوتین او روسیه د سوله‌ییز حل په لټه کې دي. مونږ له امریکایي اړخ سره کار ته دوام ورکوو او البته هیله من یوو، چې دا کار به پایلې ولري”.

Trending

Exit mobile version