سیمه ییز خبرونه

له ايران څخه فراه ته د برښنا د ليږدولو لپاره ۲۵ ميليون دالر منطور شوي دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د فراه والي وايي، د دې ولايت اوسيدونكي برښنا نه لري، خو څه موده وړاندې ايران ژمنه وكړه، چې ۸۵ ميگاواته برښنا به وركړي.

د فراه والي محمد عمرشېرزاد د يكشنبې په ورځ(د تلې ۷) په يوه خبري غونډه  كې وويل، د دې پروژې د عملي كولو لپاره ۲۵ ميليون دالر منل شوي دي.

محمد عمر شېرزاد وايي، دا پيسې د ماليې وزارت له خوا د افغانستان برښنا شركت ته وركړ شوې دي.

د فراه د والي يه وينا، د دې پيسو پر مټ به ژر له ايران څخه فراه ته د برښنا د ليږودلو چارې پيل شي.

د فراه والي په ډاگه كړه، چې د دې پروژې د امنيت ساتنه د افغان ځواكونو دنده ده.

د فراه ولايت د اوسيدونكيو په وينا، همدا اوس د شخصي برښنا  د هر كيلو وات بيه اتيا افغانۍ او د دولتي برښنا هغه په يوه كيلو وات كې ۴۰ افغانۍ ده، چې دا برښنا يوازې د شپې له خوا د څلور ساعتونو لپاره وي.

Trending

Exit mobile version