تازه خبرونه
له ایراني لوري سره به د اوبو نوی تړون یا هوکړه ونشي
د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو ویلي؛ له ایراني لوري سره به هغه تړون عملي کیږي، چې په ۱۳۵۱ لمریز لېږدیز کال کې د دواړو هېوادونو د مشرانو لخوا لاسلیک شوی دی.
د افغانستان د اوبو اوانرژۍ وزارت څرګندوي، چې له ایراني لوري سره به د اوبو پر سرهیڅ نوی تړون او معاهده و نشي.
د اوبو اوانرژۍ وزارت مسوولین له ایران سره د ۱۳۵۱ کال تړون د اجرا وړبولي او وایي، چې د دوی د اسنادو پر بنسټ په روان کال کې ایراني لوري ته پوره حق ابه ورکړ شوې ده.
دوۍ زیاتوي چې له ایراني لوري سره پدې اړه خبرو کولو ته هم پوره چمتوالي لري.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولین زیاتوي، چې په هېواد کې د انرژۍ د تولید لپاره په نږدې را تلونکي کې یو کنفرانس جوړوي، چې په هېواد کې د انرژۍ سکتور ته پانګه راجذب کړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال مولوي مجیب الرحمان عمر وایي: د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د هېواد ملي ګټو ته ژمن ی او له ایران سره به د حق ابې لپاره هیڅ نوی تړون یا هوکړه ونشي او له ایران سره د ۱۳۵۱ کال هوکړه د اجرا وړ ده او هغه به تعقیبیږي.
د اوبو اوانرژۍ وزارت وايي، چې د هېواد ۷۰ سلنه اوبه ګاونډ هېوادونو ته روانې دي، چې د مدیریت لپاره يي د اوبو او انرژۍ وزارت د یو شمېر بندونو کارونه پیل کړي او د ځینو نورو بشپړ شوي او د کمال خان بند د کانالونو د کار بشپړول، د بخش آباد بند د کارونو چټکتیا، د پاشدان بند کارپیلول، د دیلي بند وړتیا لوړونې لپاره مو خبرې روانې دي.
نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد د اوبو د مدیریت لپاره مو تدابیر نیولي او هڅه کوو، چې د خپلو اوبو د مدیریت لپاره اقدام وکړو؛ ځکه، چې وچکالي مو هېواد ګواښلی دی.
د یاد وزارت چارواکو په ډاګه کړې؛ غواړي د اوبو د مدیریت لپاره یو کنفرانس جوړ کړي. په کې به نږدې ۲۰۰ بهرني شرکتونه، چې د هېواد د انرژۍ په سکتور کې پانګونې ته لیواله دي نوم لیکنه کړې.
د اوبو او انرژۍ وزارت د پروګرامونو مشر انجنیر فرهاد محمودي وایي: مونږ د انرژۍ د تولید په برخه کې د پانګونې د جذب لپاره هڅې پیل کړي، چې تر اوسه پر کورنیو شرکتونو سربیره نږدي ۲۰۰ بهرنیو شرکتونو هم نوملیکنه کړې ده.
د او بو او انرژۍ وزارت څرګندوي؛ په هېواد کې د انرژۍ د تامین او اوبو د مدیریت لپاره یو لړ پروګرامونه لري، چې له پلي کیدو سره به تر ډېره د هېواد پر اقتصاد مثبت اغېز ولري.
