تازه خبرونه

له ایران او پاکستان سره د افغانستان پر پوله د انساني قاچاق یوه لاره وتړل شوه

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دغه سرحدي سیمه، چې له ایران او پاکستان سره ګډه پوله لري د انساني قاچاق له یوې اصلي لارې څخه وه.

Published

on

د نیمروز والي محمد قاسم خالد د یکشنبې پر ورځ ( د مرغومي درېیمه) د دغه ولایت له سیمه‌ییزو چارواکو سره په کتنه کې ویلي، چې د چهاربرجک ولسوالۍ په «ډاګ» سیمه کې د انساني قاچاق یوه سرحدي لاره تړل شوې ده.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دغه سرحدي سیمه، چې له ایران او پاکستان سره ګډه پوله لري د انساني قاچاق له یوې اصلي لارې څخه وه.

د نیمروز والي د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ولایت کې د اسلامي امارت د رهبرۍ شورا د فرمان له صادرېدو وروسته محمد قاسم خالد د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره دا هڅه وکړه.

د نيمروز والي د دغه فرمان پر بشپړ پلي کېدو د ټينګار ترڅنګ زياته کړې، چې د انساني قاچاق ناوړه پايلې بايد د جوماتونو او مطبوعاتو له لارې له خلکو سره شريکې شي.

خالد دا ټینګار هم کړی، چې له دې وروسته به هیچا ته اجازه ورنکړي، چې له دې لارې تېر شي.

په دې غونډه کې د انساني قاچاق د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي او د دې ناوړه پدیدې په مخنیوي کې له ولایتي ادارې سره د همکارۍ لپاره کمیټې وټاکل شوې.

د اسلامي امارت رهبر په یوه فرمان کې کورنیو چارو وزارت ته دنده سپارلې، چې د انساني قاچاقبرانو د فعالیتونو مخه ونیسي او له نیول کیدو وروسته یې نظامي محاکمو ته وروپېژني.

Trending

Exit mobile version