تازه خبرونه
له ایران سره د اسلام کلا پوله د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې وتړل شوه
(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۰)
چارواکي وايي، چې په هرات کې د اسلام قلعه بندر د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره د مسافرو پر مخ وتړل شو.
د هرات والي دفتر ویلي، چې دغه بندر به د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد لپاره پرانستی وي.
د هرات والي دفتر څرګنده کړې، چې دا احتیاطي ګام د مړینې د زیاتوالي او د کرونا ویروس د مثبتو پېښو د دېرېدو له کبله د ایران حکومت لخوا اخیستل شوی دی.
له دې مخکې د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي وحید مجروح ویلي وه، چې حکومت ته یې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره د بندیز لګولو طرحه وړاندې کړې ده.
مجروح زیاته کړې، چې تر دې دمه کومه پرېکړه نده شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې په هند او پاکستان کې د کورونا ویروس مثبتې پیښې ډېری شوې دي.