سیمه ییز خبرونه

له ایران سره د هوکړې لپاره بېړه نه لرو؛ د هرمز تنګي محاصره به روانه وي – ټرمپ

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې له ایران سره د هوکړې د ترلاسه کولو لپاره بېړه نه‌لري او په هرمز تنګي کې به د ایراني بېړیو پر وړاندې د امریکا بحري محاصره د وروستۍ هوکړې تر لاسلیک پورې روانه وي.

نوموړي زیاته کړې، دواړه لوري باید د خبرو اترو بهیر پر ځیرتیا او زغم مخ ته یوسي.

ټرامپ د یکشنبې پر ورځ په تروټ‌پانه کې لیکلي؛ امریکایي استازو ته یې سپارښتنه کړې، چې خبرې اترې له بېړې پرته پر مخ یوسي. هغه ټینګار کړی، چې په هرمز تنګي کې د ایراني بېړیو محاصره به تر هغې روانه وي، چې هوکړه «تأیید او لاسلیک» نه‌شي.

سره له دې، چې پرون ټرامپ ویلي وه؛ واشنګټن او تهران تر ډېره د سولې د یوه هوکړه‌لیک پر سر هوکړې ته رسېدلي، خو اوس د امریکا حکومتي چارواکي د وروستۍ هوکړې د ژر ترلاسه کېدا احتمال کم بولي. دغه خبرې اترې د امریکا، اسرائیلو او ایران ترمنځ د جګړې له پیل شاوخوا درې میاشتې وروسته هم روانې دي.

ایران ته نږدې خبري آژانس «تسنیم» راپور ورکړی، چې امریکا اوس هم په بهرنیو بانکونو کې د ایران کنګل شوې شتمنۍ د آزادېدا لپاره خنډونه جوړوي.

د ټرامپ ادارې یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، ایران «په اصل کې» د هرمز تنګي د بېرته پرانیستو سره هوکړه کړې او په بدل کې به امریکا خپله بحري محاصره پای ته ورسوي.

د دې چارواکي د څرګندونو له مخې: تهران اوس هم چمتو دی، چې د غني شویو یورانیمو زېرمې له منځه یوسي؛ خو د دې کار د عملي کېدا جزئیات اوس هم وروستي شوي نه‌دي.

امریکایي چارواکو دا ادعا هم کړې، چې د ایران مشر مجتبی خامنه‌یي د هوکړې عمومي چوکاټ تائید کړی دی.

تهران تر اوسه دا ادعا نه‌ده تائید کړې او دا هم روښانه نه‌ده، چې «په اصل کې هوکړه» دقیقاً څه معنا لري.

د یوه بل امریکایي چارواکي د څرګندونو له مخې؛ وړاندیز شوی پلان به مذاکره‌کوونکو ته ۶۰ ورځې وخت ورکړي، چې د وروستۍ هوکړې پر جزئیاتو کار وکړي.

ایراني سرچینو هم رویټرز ته ویلي، ښایي د شخړو د حل لپاره داسې لارې چارې په پام کې ونیول شي لکه د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې تر څار لاندې د غني شویو یورانیمو رقیق کول.

ایران تل د امریکا او اسرائیلو هغه تورونه رد کړي، چې ګواکې د اټومي وسلو د جوړولو هڅه کوي او وایي، چې د یورانیمو غني کول د سوله‌ییزو موخو لپاره د دغه هېواد قانوني حق دی.

لوېدیځ هېوادونه وایي، د ایران د غني کولو کچه د عادي انرژۍ اړتیاوو څخه ډېره لوړه ده.

په امریکا کې د دغو خبرو اترو پر وړاندې د جمهوري‌پالو او ډیموکراټو سیاستوالو نیوکې هم شوې دي.

د امریکا پخواني بهرنیو چارو وزیرمایک پمپیو او ځینو ډیموکراټ سناټورانو ویلي؛ احتمالي هوکړه له ۲۰۱۵ ز.کال اټومي تړون سره ډېر توپیر نه‌لري؛ هغه تړون، چې ټرامپ د خپلې لومړۍ ولسمشرۍ پر مهال ترې وتلی و.

په همدې حال کې د احتمالي هوکړې د خبرونو له خپرېدا وروسته د نفتو نړیوالې بیې راټیټې شوې دي. سره له دې، چې د ښکېلو خواوو ترمنځ نازک اوربند روان دی.

کارپوهانو خبرداری ورکړی، چې که د نړۍ د انرژۍ بحران ژر پای ته ونه رسېږي ښایي د هرمز تنګي له لارې د بېړیو بشپړ تګ راتګ تر ۲۰۲۷ ز.کال پورې عادي نه‌شي. په ایران، اسرائیلو او لبنان کې جګړو او متقابلو بریدونو تر اوسه زرګونه کسان وژلي او سلګونه زره نور یې بې‌ځایه شوي دي.

Trending

Exit mobile version