سوداگري

له ایران سره د یو میلیارد ډالرو پر ارزښت سوداګري بېرته عادي شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۴, ۱۴۰۰)

ایراني سرچینو د افغانستان د سوداګرۍ خونې د مشر د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې د روان کال له پیل څخه تر دې دمه له ایران څخه د وارداتو ارزښت یو میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې  مشر یونس مومند زیاته کړې؛  ایران ته د افغانستان صادرات ۸۰۰ میلیون ډالره دي. له افغانستان څخه په صادر شویو توکو کې قیمتي ډبرې، وچه میوه، د څارویو پوستکي، زردالو او نورې تازه میوې دي.

د ایران په صادراتو کې برښنایي وسایل، د اړتیا وړ لومړني توکي، پټرولیم او خوراکي توکي دي.

ایرنا خبری سرچینې ته د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکو ویلي؛ د پخواني حکومت له نسکوریدا وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارتی راکړه ورکړه بېرته عادي حالت ته راګرزېدلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي د یو ۱۵ کسیز پلاوی پر مشرۍ کابل ته راغلی، چې په ترکیب کې یې د سوداګرۍ، اقتصاد او نفتي توکو اړوند ادارو استازي هم شته.

Trending

Exit mobile version