نړۍ

له ایران سره نوې هوکړه به د پخوانۍ هوکړې پر پرتله «ډېره ښه» وي – ټرمپ

ټرمپ په یوه لیکلي پیغام کې څرګنده کړې: «هغه هوکړه، چې مونږ به یې له ایران سره وکړو؛ د پراخ ګډ اقدام له پلان (چې د ایران د اټومي تړون په نوم پېژندل کېږي) څخه به ډېره ښه وي.»

Published

on

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي؛ نوې اټومي هوکړ، چې هېواد یې له ایران سره پرې د خبرو په حال کې دي؛ د ۲۰۱۵ ز.کال د هوکړې پر پرتله «ډېره ښه» وي.

ټرمپ په یوه لیکلي پیغام کې څرګنده کړې: «هغه هوکړه، چې مونږ به یې له ایران سره وکړو؛ د پراخ ګډ اقدام له پلان (چې د ایران د اټومي تړون په نوم پېژندل کېږي) څخه به ډېره ښه وي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې ځینو ډیموکراټانو او اټومي کارپوهانو د دې خبرو اترو د چټکتیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

ټرمپ د ولسمشر په توګه د خپلې لومړۍ دورې(۲۰۱۸ز.کال) پر مهال د ایران، امریکا او نړیوالو قدرتونو ترمنځ له هغې هوکړې ووت، چې په ۲۰۱۵ کې لاسلیک شوې وه او هغه یې «په تاریخ کې تر ټولو بده هوکړه» وبلله.

دغه راز راپورونه ښیي؛ له ایران سره د امریکا او اسرائیلو شخړه، چې له اووه اوونیو راپدېخوا روانه ده او موخه یې د ټرمپ د څرګندونو له مخې اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي مخنیوی دی.

د دوه اوونیز اوربند پای ته له نږدې کېدو سره د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو اترو د نوي پړاو امکانات، چې شونې ده په پاکستان کې ترسره شي؛ له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.

ټرمپ دا ټینګار هم کړی، چې هوکړې ته د رسېدو لپاره تر هیڅ فشار لاندې نه‌دی؛ خو بهیر به یې نسبتاً چټک پرمخ ولاړ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې کارپوهان وايي: په نږدې وخت کې یوې پراخې هوکړې ته رسېدل ستونزمن دي؛ ځکه، چې د ۲۰۱۵ کال هوکړه له دوه کلونو ژورو خبرو اترو وروسته رامنځته شوه، چې د بېلابېلو برخو شاوخوا ۲۰۰ متخصصینو په کې ګډون کړی و.

Trending

Exit mobile version