تازه خبرونه
له ایران څخه ۷۲۸ افغان بندیان افغانستان ته راولېږدول شول
(Last Updated On: کب ۱۵, ۱۴۰۱)
نن (دوشنبه د کب پېنځلسمه) د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې د اسلامي امارت او د ایران اسلامي جمهوریت تر منځ د بندیانو د رالېږد بهیر پیل شوی دی.
په ایران کې د افغانستان اسلامي امارت چارسمبالي مولوي فضل محمد حقاني په یوه ویدیويي څرګندونه کې ویلي، چې د دغو بندیانو شمېر ۱۷۲۸ کسانو ته رسیږي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، نن ٧٢٨ افغان بنديان له ايران څخه افغانستان ته ولېږدول شول.
نوموړي همدا راز زیاته کړې، چې هېواد ته به د افغان بندیانو د لېږد بهیر روان وي.
ویل کیږي، چې سبا (سې شنبه د کب شپاړسمه ) او پنجشنبه (اتلسمه ) به د بندیانو د رالېږدولو بهیر روان وي.