سیمه ییز خبرونه

له باراني هوا سره د هند په تونل کې د ژغورنې عملیاتو د ستونزمنېدو شونتیا ډېره ده

Published

on

د دوشنبې د ورځې د هوا حالاتو اټکل د هغو ۴۱ کارګرانو د ژغورنې عملیاتو ته نورې ستونزې رامنځته کړي، چې دوه اوونۍ مخکې د هند همالیا د غرونو په یوه تونل کې بند پاتې ول؛ خو د مرستو تنظیموونکي ډاډ ورکوي، چې ورسره ډغرو وهلو ته چمتوالی لري.

رویترز راپور ورکړی، چې د هند د ځینو بې‌وزلو ایالتونو کارګران د نومبر له ۱۲ نېټې راپدیخوا د اوتراکند ایالت کې په څلورنیم کیلومتري تونل کې بند پاتې دي.

خرابه هوا له برښنا، ږلۍ او ټيټې تودوخې سره غرونو ته نږدې کیږي؛ خو د مرستې تنظیم کوونکیو ویلي، چې دوی به ورسره ډغرې ووهي.

د NHIDCL رییس محمود احمد، چې د تونل په جوړولو او مرستو رسولو کې هڅې کوي ویلي؛ دوی (د ژغورنې ډلې) روزل شوي، چې په هر ډول شرایطو کې کار وکړي، نو دا زمونږ لپاره د اندېښنې وړ نه‌ده.

یو څلویښت بند پاتې کسان خواړه، اوبه، رڼا، اکسیجن او درمل د یوه نري پایپ له لارې ترلاسه کوي؛ خو د دوی د ایستلو لپاره د تونل د کیندلو هڅې له خنډونو سره مخ شوې.

د برمه کولو ماشینونه زیانمن شوي او ژغورونکیو د لاس په واسطه کیندلو ته لار اواره کړې ده.

د یکشنبې پر ورځ دوی د خلکو د راایستلو لپاره بله لار پرانستله، چې موخه یې د پورتنۍ برخې سوري کول او د هغو راایستل دي.

د برمه کولو SJVNL  شرکت مشر جسونت کپور ویلي: مشکلات به وي، له ستونزو سره به مخ کیږو؛ خو مونږ ورته چمتو یوو.

د دوشنبې پر ورځ پر تندر او ږلۍ سربېره، لږ تر لږه د سانتي ګرید ۹ درجې وړاند ویېنه شوې ده.

دغه تونل د چار دام د لویې لارې یوه برخه ده، چې د لومړي وزیر نریندرا مودي یوه له سترو پروژو څخه ده، چې موخه یې د هندوانو څلور زیارتونه د ۸۹۰ کیلومتره سړک له لارې نښېدا ده.

چارواکو تر دې دمه نه‌دي ویلي، چې د تونل د نړېدو لامل څه دی؛ خو په سیمه کې له دې مخکې هم ځمکه ښوېدنې، زلزلې او سیلابونو لیدل شوي دي.

Trending

Exit mobile version