تازه خبرونه

له بریاليو ټاکنو سره سره اوس هم تروریزم گواښ دی- ضراراحمدعثماني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د هیواد د بهرنیو چارو وزیر د ملگروملتونو په گډه ناسته کې په ډاگه کړه، چيد بریاليو ټاکنو له ترسره کیدو سره سره اوس هم تروریزم د هېواد لپاره لوی گواښ دی.

 شریف الله ویاند رپوت ورکوي، چيد افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ضراراحمدعثماني د ملگروملتونو گډې ۶۹ ناستې ته هیله مندي ښکارهکړه، چې نوی حکومتبه د سیاسي،امنیتي او اقتصادي پرمختگ لپاره د هيواد، سیمېاو نړۍ په کچه هڅې وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر عثماني وایي:

د امنیتي مسوولیتونو د لیږد پای، په منځنۍ آسیا کې بدلونه او د سخت دریځۍ د کچې لوړیدل له افغانستان څخه د ناټو ملاتړ اړین کوي.

ښاغلي عثماني یادونه وکړه، چې د پاکستان هېواد له خوا د توغندیزو بریدونو دوام نور د منلو وړ نه دی.

ښاغلي عثماني زیاته کړه، چې افغانستان خپلو ملي او نړیوالو مسوولیتونو ته ژمن دی؛ خوله فساد او بېوزلۍ سره مبارزې ته د نړیوال ټولنې همکارۍ ته بیاهم اړتیا لري.

Trending

Exit mobile version