تازه خبرونه

له بشردوستانه کارونو څخه د ښځو منع کول د ټولو افغانانو لپاره ناوړه پایلې لري – مرستندویه ادارې

Published

on

د بشردوستانه چارو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومی منشي مرستیال مارتین ګریفیتس او د یو شمېر مرستندویه موسسو رییسانو په یوه ګډه اعلامیه کې له اسلامي امارته غوښتي، چې په پوهنتونونو او نادولتي موسسو کې د ښځو د ورتګ د منع کولو پرېکړه بېرته واخلي.

په اړوند اعلامیه کې راغليګ له بشري کارونو څخه د ښځو منع کول د ټولو افغانانو لپاره د ژوند ګواښونکي پایلې لري. اوسمهال ځینې حساس پروګرامونه د ښځینه کارکوونکیو د نشتوالي له کبله په لنډمهاله توګه بند دي.

د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې راغلي: مونږ نشو کولی عملیاتي محدودیتونه له پامه وغورځوو، چې مونږ اوس د مرستې ټولنې په توګه ورسره مخ یوو. مونږ به هڅه وکړو، چې خپلې ژغورونکې هڅې روانط وساتو؛ خو داسې ښکاريو چې ډيري فعالیتونه به ودریږي، ځکه مونږ نشو کولی د ښځو له مرستې پرته اړینې بشري مرستې چمتو کړو.

د ښځینه مرستندویه کارکوونکیو د کار مخنیوی په داسې وخت کې کیږي، چې په افغانستان کې له ۲۸ میلیون ډېر خلک د ژوندي پاتې کیدو لپاره مرستو ته اړتیا لري.

دا اعلامیه د لاتندې بنستونو د مشرانو لخوا لاسلیک شوې ده:

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف)

د خواړو نړیوال پروګرام

د روغتیا نړیواله ټولنه

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام

د امریکا او جاپان په ګډون د یوولس اروپايي او غیر اروپايي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران له افغان حکومته غواړي، چې د پوهنتونونو د ځنډولو پرېکړه بېرته واخلي او په کورنیو او بهرنیو ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لرې کړي.

د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې دا پرېکړه د هغو میلیونونو افغان کورنیو ژوند له خطر سره مخ کوي، چې بشري مرستو ته اړتیا لري.

د دوی په وینا؛ دا کړنه له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د واکمنو چارواکو د اړیکو د عادي کولو لپاره نه لېوالتیا ښيي.

د آمريکا، استراليا، کانادا، دنمارک، فرانسې، جرمني، ايتاليا، ناروې، سويس، هالند، بريتانيا، جاپان او د اروپايي ټولنې د استازيو او بهرنيو چارو وزيرانو په يوه ګډه اعلاميه کې د افغانستان له حکومت غوښتنه شوېو چې د ښځو او نجونو د کار او زدکړې د بندېدو پر پرطکړه له سره غور وکړي.

په دې ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې: په غیر دولتي او نړیوالو موسسو کې د ښځو د کار بندیز پر میلیونونه افغانان، چې بشري مرستو ته اړتیا لري له خطر سره مخ کوي. مونږ له لنډمهالي حکومت څخه غوښتنه کوو، چې ژر تر ژره دې پخپله پرېکړه له سره غور وکړي. مونږ د افغانانو د دې غوښتنې ملاتړ کوو، چې نجونې او میرمنې کار، ښوونځي او پوهنتون ته راستانه شي او د بشري مرستو او لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې اړین رول ولوبوي او مونږ له واکمنو چارواکو څخه غوښتنه کوو، چې د سیاسي، اقتصادي، ټولنیز درناوي او د ښځو او نجونو حقونو ته د رسیدو لپاره د هغو درناوی وکړي.

د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ټینګار کړی، چې په افغانستان کې واکمن چارواکي له نړیوالې ټولنې سره د دوستانه او عادي اړیکو لرلو ته لېوالتیا نه ښيي.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې دا ټول هېوادونه له ملګرو ملتونو سره په نږدې اړیکه کې دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د استازولې دفتر (یوناما) هوکړه کړې، چې د ټولو نړیوالو بسپنه ورکوونکیو په استازیتوب کار وکړي، چې لنډمهالی حکومت ژر تر ژره خپله پرېکړه بېرته واخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم په یوه تویت کې ویلي، چې امریکا د افغانستان د وضعیت په اړه له خپلو ټولو متحدینو او همکارانو سره ژمنه ده.

هغه له حکومته وغوښتل؛ هغه خطرناک حکم لغو کړي، چې په غیر دولتي او نړیوالو موسسو کې ښځې له کار کولو منع کوي.

د اسلامي امارت لخوا له اړوند پرېکړې وروسته په افغانستان کې شاوخوا نیمايي بشري سازمانونو او بنسټونو خپل کارونه بند کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د لوړو زدکړو وزارت تېره اوونۍ په یوه مکتوب کې دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته امر کړی، چې د کابینې د پرېکړې له مخې دې د نجونو زدکړې تر راتلونکې خبرتیا پورې وځنډوي.

د لوړو زدکړو وزیرحجاب نه اغوستل، له شرعي محرم پرته سفر کول، د نجونو د لیلیې فعالیت او د نجونو او هلکانو مخلوط ټولګي په پوهنتونونو کې د نجونو د زدکړو د ځنډولو لاملونه یاد کړي دي.

Trending

Exit mobile version