سیمه ییز خبرونه
له بشري حقونو څخه د سرغړوونكيو د كانديديدو مخه دې ونيول شي
په افغانستان کې د ملگرو ملتونو دفتر وايي د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شورا د ټاكنو لپاره یوشمېرداسې کسان غواړي ځانونه نوماند کړي، چې له بشري حقونو څخه په سرغړونه تورن دي.
په افغانستان کې د ملگروملتونو د سیاسي څانگې یا یوناما د بشر د حقونو د برخې مشرې جورجیت گنیان په جلال آُباد کې د پنجشنبې په ورځ(د تلې ۱۱) یوې خبرې ناستې ته وویل، چې د ۱۳۹۳ل کال ټولټاکنو لپاره یو شمېر داسې کسان د کاندید کیدو هڅه كوي، چې له بشري حقونو څخه په سرغړونو تورن دي.
نوموړې د ټاکنوله خپلواک کمیسون څخه غوښتنه وکړه، چې دغه راز کسانو ته د کاندید کیدوحق ورنه کړي.
ميرمن جورجیت وايي که، د ټاکنو خپلواک کمیسيون خپل قوانین په سمه توگه پلې کړي باوري ده، چې راتلوونکې ټاکنې به رڼې وي.
هغه وايي، چې د ۲۰۱۳م کال په لومړيو اته میاشتو کې د تېرکال د همدې مودې په پرتله د ملکي وگړيو مرگ و ژوبله شپاړس سلنه زیاته شوې ده.
دې وویل، د دغې سلنې له مخې په ختیځو ولايتونو كې دا كچه ۵۴ سلنه لوړوالى ښيي.
جورجیت په ډاگه كړه، چې په تېرو اته میاشتو کې ۵۷۲۴ ملکيانو ته مرگ و ژوبله اوښتې، چې درې شپېته سلنه ملکي وگړي د دولت د مخالفینو له لورې، ۱۵سلنه د دولت پلوه ځواکونو لخوا، ۱۴سلنه د ښکېلو خواوو په ځمکنيو نښتو کې، چې یو ه غاړه یې هم پړه په غاړه نه اخلې، ۵ سلنه په پخوانیو ناچاودو توکیو کې او درې سلنه د پاکستان په توغندونكيو بریدونو کې مړه او ژوبل شوي دی.
د يوناما دې چارواكې له افغان دولت څخه وغوښتل، چې د ښځو د حقونو د ښه والي په برخه كې دې جوړ شوي قوانين پلي كړي.
نوموړې وايي، وسله وال طالبان د ملكي خلكو د مرگ و ژوبلې د مخنوي په برخه كې په خپلو ژمنو عمل نه كوي؛ خو طالب و یاند ذبیح الله مجاهد د ميرمن جورجیت گنیان دا څرگندونې ردوي، چې وآيي: د ملکیانو ډېره مرگ و ژوبله وسله والو مخالیفنو كړې ده.
نوموړي زياته كړې، چې طالبان د ملکي وگړيو د مرگ و ژوبلې د مخنیوي لپاره هڅې کوي او ملکیان نه وژني .