تازه خبرونه

له بشري حقونو څخه سرغړونه سيمه ييزه ستونزه ده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، په افغانستان كې له بشري حقونو څخه د سرغړونو ستونزه سيمه ييزه ده او بايد د حل لپاره يې يوه گډه حللار وموندل شي.

ترهگري، بنسټ پالنه او د نشه يي توكو كار و بار هغه ننگونې دي، چې د سويلي آسيا هېوادونو كې يي له بشري حقونو څخه د سرغړونو مواردو ته لار اواره كړې ده.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د سيمه ييزي همغږۍ رييسه رويا رحماني وايي:

د بهرنيو چارو وزارت مسوولين وايي، كه دې ستونزو ته په گډه د سيمې هېوادونه يوه حللار ونه مومي؛ نو له بشري حقونو څخه به د سرغړونو د پېښو مخنيوى گران وي.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواك كميسيون رييسه سيما ثمر وايي، كه څه هم افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دى، چې د بشري حقونو په برخه كې يي زيات كار كړى؛ خو د ښځو په وړاندې تاوتريخوالي په دې هېواد كې د اصلي ننگونې په توگه مطرح ده.

آغلې ثمر د بشري حقونو په برخه كې د سارك سازمان د غړيو هېوادونو همكاري گټوره بولي.

د سارك سازمان د غړيو هېوادونو پاكستان، ايران، نيپال، هندوستان او بنگله ديش د بشري حقونو فعالين كابل كې را غونډ شوي، چې د بشري حقونو د تامين په وړاندې پرتې ننگونې په گوته او د حللار ورته پيدا كړي.

Trending

Exit mobile version