تازه خبرونه
له بشپړ ډاډ پرته به له پاکستان سره سوداګریزې لارې تړلې پاتې وي
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تازه ټینګار کړی؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې او ټرانزیټي لارې پاکستان د سیاسي او اقتصادي فشار لپاره غیرقانوني وتړلې، چې “د دواړو خواوو خلکو ته یې پوره زیانونه واړول.”
د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا له پاکستان سره د سوداګریزو لارو د بیا پرانیستلو په اړه خپل رسمي دریځ څرګند کړ او وایي، چې دا لارې به یوازې هغه وخت پرانیستل شي، چې اسلامآباد د سیاسي او اقتصادي فشار د نهکارولو په اړه قوي تضمین وړاندې کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تازه ټینګار کړی؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې او ټرانزیټي لارې پاکستان د سیاسي او اقتصادي فشار لپاره غیرقانوني وتړلې، چې “د دواړو خواوو خلکو ته یې پوره زیانونه واړول.”
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: ” دا، چې افغانستان خپلې اساسي اړتیاوې له ډېرو نورو هېوادونو څخه ترلاسه کوي؛ نو اسلامي امارت پرېکړه کړې، چې د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا او د دواړو خواوو د خلکو د هوساینې او د باعزته سوداګرۍ د ترسره کولو لپاره به له پاکستان سره سوداګریزې لارې یوازې هغه وخت پرانیستل شي، چې د پاکستان حکومت بشپړ ډاډ وړاندې کړي.”
نوموړی وایي، چې دا ډاډ او تضمین دې په راتلونکي کې د سیاسي او اقتصادي فشار د وسیلې په توګه د دغو دروازو د کارولو مخه ونیسي؛ ځکه سوداګري د پاکستان او افغانستان د خلکو مشروع حق دی او باید زیانمنه نشي.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی، چې د دې پرېکړې بنسټیزه موخه د سوداګرو د حقونو ساتنه، د ټرانزیټي لارو ثبات او د خلکو له اقتصادي اړتیاوو سره د سیاسي کړنې مخنیوی دی.
ویل کیږي، چې د دې لارو د بیا پرانستلو لپاره هر ګام باید د متقابل احترام او تلپاتې همکارۍ پر بنسټ پورته شي.
