سوداگري

له بلخ څخه روسیې ته دوه زره کرېته انګور صادر شول

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۹, ۱۴۰۲)

د بلخ ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو ويلي؛ د حیرتان له سوداګریزې لارې روسیې ته دوه زره کرېته انګور صادر شوي دي.

د دې خونې مشر اسدالله اسدي ويلي، چې دغه توکي نن (شنبه د زمري ٢٨ ) روسيې ته صادر شول.

اسدالله اسدي ګاونډ هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو له زیاتوالي هرکلی وکړ او له شته فرصتونو یې خوښي څرګنده کړه.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، په نږدې راتلونکي کې به د حيرتان بندر له لارې د هېواد د انارو، مڼو او نورو تازه میوو د صادراتو لړۍ پيل شي.

Trending

Exit mobile version