سیمه ییز خبرونه

له بنده خوشې شوي طالبان له خپلو كورنيو سره يو ځاى شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، چې:

د پاكستان له زندانه د وسله والو طالبانو نهه لوړپوړي خوشې شوي چارواكي، اوس له خپلو كورنيو سره يوځاى شوي دي.

دغه شورا تمه لري، چې د وسله والو طالبانو د دغو نهو چارواكو هڅې به د افغانستان د سولې په  بهير كې رغنده رول ولوبوي.

له وسله والو طالبانو سره د افغان دولت د سولې خبرو د پيل شويو هڅو په ترڅ كې دا ځل پاكستان د افغانستان د سولې عالي شورا د پلاوي سفر د هغه هېواد له زندانونو څخه د وسله والو طالبانو د نهه چارواكو خوشې كيدو ته لاره پرانيسته.

د افغانستان د سولې عالي شورا منشي امين الدين مظفري وايي، چې:

خوشي شوي طالب چارواكي اوس له خپلو كورنيو سره يو ځاى شوي دي او خوشي شوي طالب مشران به د سولې په خبرو كې رغنده رول ولوبوي

سياستوال جاويد كوهستانى هم په افغانستان كې د سولې په ټينگښت كې د خوشې شويو طالب چارواكو ونډه مهمه بولي.

نوموړي دا هم په ډاگه كړې، جې:

يو شمېر پاكستانيو رسنيو د سولې خبرو ته په كويټه كې د وسله والو طالبانو د شورا د ليوالتيا په اړه رپوټونه خپاره كړي دي.

دا، چې د پاكستان له زندانونو د نهه طالب چارواكو خوشې كيدل به د افغانستان د سولې له بهير سره څومره مرسته وكړي، وخت به يې په ډاگه كړي.

Trending

Exit mobile version