سیمه ییز خبرونه
له بگرام زندان څخه د ځينو بنديانو پر خوشې كيدو اندېښنه څرگنده شوه
د مشرانو جرگې ځينو غړيو له بگرام زندان څخه په دې وروستيو كې د ۶۵۰ بنديانو پر خلاصون اندېښنه ښكاره كړه.
د مشرانو جرگې غړي داود اساس او یونس تخاري وايي:
د دغو كسانو پر خوشې كيدو به د راتلونكيو ټاكنو په وړاندې ستونزې زياتې او د طالبانو ليكې پياوړې شي.
د مشرانو جرگي غړى عارف الله پښتون بيا مخالف نظرلري او وايي، له زندان څخه به د دغو كسانو پر خلاصون سره د سولې له پروسې سره مرسته شوي وي.
كومې كميټې ته، چې د دغو بنديانو د دوسيو د كتنې چارې سپارل شوې وې وايي، زياتره كسان پرته له كومې گناه بند ته اچول شوي.
د مشرانو جرگي غړي هدايت الله رهايي او خالقداد بلاغي د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون پر وروستيو څرگندونو، چې د ولسمشرۍ ځينې كانديدان له بشري حقونو څخه پر سرغړاوي او د ځمكو پر غصب تورن بللي، انديښنه وښوده.
دوى زياتوي، دا يوه توطيه ده او كه په دې تور كوم كانديد له ليست څخه وويستل شي، كړكېچ به را منځته شي.
د مشرانو جرگي غړې ليلما احمدي وايي، دا پرېكړه د شفافيت يو اصل دى.
دمشرانو جرگې مرستيال محمد علم ايزد يار وايي، د بنديانو د خلاصون او له كانديدانو سره د چلند څرنگوالى بايد ملي گټو ته په پاملرنه وي، چې هېواد له كړكېچ سره مخ نه شي.
د ولسمشريزو ټاكنو وروستي ليست ته يوولس كسانو لار موندلې؛ خو د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون وايي، ځينو خلكو په دغه ليست كې اووه كانديدان له بشري حقونو څخه په سرغړونو، وژنو او د ځمكو پر غصب تورن كړي دي او د دغو شكاپتونو څېړنه دوام لري.