تازه خبرونه

له ترهګرو ملاتړ به افغانستان غرق کړي – پاکستان

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۶, ۱۴۰۲)

د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر ویلي، چې د ترهګرو ملاتړ او هغوی ته پناه ورکول به افغانستان غرق کړي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو لنډمهالي وزیر جان اڅکزي د شنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې څرګنده کړې؛ په افغانستان کې د ترهګرو پټنځایونه د پاکستان لپاره خطر دی او اسلام‌آباد پر ځلونو له کابله غوښتي، چې ترهګر پاکستان ته وسپاري.

جان اڅکزي خبرداری ورکړی؛ که دا ملاتړ همداسې روان پاتې شي، نو افغانستان به غرق کړي.

د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو لنډمهالی وزیر وایي: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت کابل ته داسې شواهد وړاندې کړي، چې ښيي؛ ترهګر په افغانستان کې پټنځایونه لري او هغوی ته وسلې ورکول کېږي، خو کابل بیا هم دوه مخې چلند کوي او دا مونږ ته د منلو وړ نه‌دی.

هغه دا ادعا هم کړې، چې د اسلامي امارت قومندانان له تحریک طالبان پاکستان سره مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت تل له ترهګرو څخه د ملاتړ په اړه د پاکستان د لنډمهالي حکومت روانې ادعاوې رد کړي او ټینګار کوي، چې افغانستان د سیمې د هېوادونو د امنیت د خرابېدو مسوول نه‌دی.

Trending

Exit mobile version