سیمه ییز خبرونه

له ترهګرۍ سره جګړه په سمه توګه تر سره نه شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغان ولسمشر حامد كرزى وايي، چې نړيواله ټولنه په تېرو لسو كلونو كې په افغانستان كې د امنيت د ټينګښت په برخه كې بريالى نه وه. ولسمشر له نړيوالې ټولنې غواړي، چې د پاكستان په خاروه كې د ترهګرو پټنځايونه له مېنځه يوسي.

په تېرو څو كلونو كې خبرو ته د وسله والو طالبانو د مشرانو د چمتو كولو په برخه كې د پاكستان رول مهم بلل شوى، خو اوس داسې اندېښنې موجودې دي، چې پاكستان په افغانستان كې د ثبات د راتلو په برخه كې ريښتينې نه دى.

افغان ولسمشر د ډنمارك له ټي وي ۲ ټلويزيون سره د يوې مركې په ترڅ كې له ترهګرۍ سره د پاكستان پر صادقانه مبارزې ټينګار كړى دى.

افغان ولسمشر حامد كرزي وویل:

تر ټولو لويه ستونزه ترهګر دي، چې زمونږ له پولو نه بهر له پاكستان څخه افغانستان ته راځي. په خواشينې سره د سولې په برخه كې مو هم ډېرې لاسته راوړنې نه درلودې. له طالبانو سره مو د افغانستان په دننه او بهر كې انفرادي اړيكې درلودې، خو په كوم ځاى كې، چې مونږ بايد بريالي شو په هغه ځاى كې د پاكستان رول مهم دى مونږ هڅه كوو، چې په دې برخه كې بريالي شو.

بهرني ځواكونه به له يوې لسيزې جګړې وروسته په افغانستان كې خپل پوځې ماموريت په ۲۰۱۴ كال كې پاى ته ورسوي له همدې سره افغان ولسمشر حامد كرزى وايي، په افغانستان كې د ثبات راوستو په موخه د نړيوالې ټولنې ماموريت بريالى نه وو.

افغان ولسمشر زیاتوي، چې له ترهګرۍ سره جګړه په سمه توګه تر سره نه شوه، ما له پېل څخه دا نيوكه درلوده، دوى كولاى شول د ترهګرو پټنځايونه، د روزنې مركزونه او د ترهګرۍ د انګيزې خورونكي لاملونه، چې د افغانستان له سرحدونو بهر په پاكستان كې دي په نښه كړي، خو داسې ونشول او نړيوالې ټولنې دغه كار تر سره نكړ.

نړيواله ټولنه همدا راز په افغان دولت كې د اداري فساد او د فساد سره د مبارزې په برخه كې د دولت پر نه جديت نيوكه كوي، خو افغان ولسمشر په وروستيو كلونو كې يوازې خپل دولت په اداري فساد كې ښكېل نه بولي.

نوموړى وايي، چې د افغان دولتي ادارې په شان په يو شمېر غېر دولتي او بهرنيو بنسټونو كې هم اداري فساد شتون لري.

هغه همدارنګه وایی، هو بې له شكه، چې فساد شتون لري، په دولتي ادارو كې هم او په بهرنيو بنسټونو كې هم په ځانګړې ډول په امريكايي تړونونو كې او د دولت له خوا عامه خدمتونو په وړاندې كولو كې فساد شته دې. نو له دې سره فساد هم د افغانستان په حكومت كې شته او هم د نړيوالو مرستو په لګولو كې په ځانګړې ډول د امريكا د مرستو په لګونو كې فساد شتون لري او مونږ هڅه كوو تر څو داستونزه هواره كړو.

دا په داسې حال كې ده، چې له افغانستان سره مرسته كونكې هېوادونه د خپلو مرستو د دوام له پاره له اداري فساد سره د مبارزې په برخه كې د افغان حكومت د كړو ژمنو د پلې كېدو غوښتنه كوي.

Trending

Exit mobile version