تازه خبرونه
له ترکمنستان سره د ټاپي پروژې د عملي چارو د غځولو په ګډون د سوداګریزو همکاریو ډاډ څرګند شو
تېر ماښام په هرات ولايت کې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي او د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر رشید مُرَدوف په مشرۍ د دواړو هېوادونو پلاوو د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د نللیکې پرغځولو، په تورغنډۍ بندر کې د اوسپنېپټلۍ سټېشن پراختیا، دوه اړخیزې سوداګرۍ، ټرانزیټ او ټرانسپورټ او د نورالجهاد برښنا سبسټېشن وړتیا لوړولو هراړخیزې خبرې اترې وکړې.
امیرخان متقي ویلي، د ټاپي ګازو نللیکه افغانستان ته رارسېدلې او څو متره هېواد ته رادننه شوې هم ده.
هغه زياته کړه: د دواړو خواوو تخنيکي ټيمونه ټاکل شوي چې څنګه هلته اسانتياوې زياتې کړي او څه ډول له هرات سره تورغونډۍ ونښلوي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په دغو خبرو کې د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي ترڅنګ د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور، د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي، د اوسپنېپټلۍ ادارې مشر بخت الرحمن شرافت، د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت مرستیال عبدالسلام حیدري او د هرات والي نور احمد اسلامجار د ترکمنستان له اړوند چارواکو سره بحث او خبرې کړې دي.
نوموړي څرګنده کړې؛ په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر خپل ترکمن سیال او پلاوي ته له هرکلي وروسته ویلي؛ په افغانستان کې د جګړې له پای او نوي حکومت له جوړېدو وروسته اوس د دې فرصت رامنځته شوی، چې د ټاپي ستره پروژه له لسیزو ځنډ وروسته د دواړو لوریو پر ګډو هڅو عملي پیل شي.
امیر خان متقي د افغانستان له لوري د چمتووالي په اړه پوره ډاډ څرګند کړی او وایي، چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نلليکې د غځولو د پیل لپاره د افغانستان اړوند ارګانونو خپلې ټولې چارې بشپړې کړې دي او په تمه یوو، چې عملي کار پرې پیل شي.
نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ پر زیاتوالي هم ټینګار کړی او هیله من دی، چې په تورغنډۍ بندر کې د مالونو انتقالات هم څلیريشت ساعته شي.
دغه راز د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي د ټاپي پروژې پر اهمیت رڼا اچولې او ټینګار کوي، چې د افغانستان په خاوره کې د نلليکې د کیندنو کار عملي پیل شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې لوړولو او د ټرانزیټ په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه د خبرو پر مهال چمتووالی وښود، چې ډېر ژر به په عشقآباد کې د افغان توکو یو نندارتون جوړ شي.
د حافظ ضیا احمد د څرګندونو له مخې؛ د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر پخپل وار په ګڼو برخو کې د افغانستان او ترکمنستان د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا هراړخیزې خبرې وکړې.
د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر رشید مُرَدوف له خپلې خوا هم د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د کار د پیل په اړه خپل چمتووالی څرګند کړ.
رشید مُرٙدوف ویلي؛ د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره باید دواړه لوري یوه پراخه د لارې نقشه رامنځته او پلې کړي.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي؛ هېواد یې غواړي، چې له افغانستان سره ګډه سوداګري تر یو میلیارد ډالرو پورې لوړه شي.
مُرَدوف په عشقآباد کې د افغان توکو د نندارتون په اړه هم خپل تیاری څرګند کړ.
ویل کیږي، چې د خبرو په پای کې امیر خان متقي خپل ترکمن سيال ته ویلي؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ پر شریکو موضوعاتو به پر بېلابېلو کچو او برخو کې بحث او کار روان وساتو، چې د دواړو هېوادونو لپاره له رامنځته شوو فرصتونو څخه پوره ګټه پورته شي.