تازه خبرونه
له تور نوملړه د اسلامي امارت د لرې کولو بهیر وروستي پړاو ته رسېدلی
سرګې شویګو د افغانستان امنیت د سیمې لپاره مهم یاد کړی او وایي: امن افغانستان د سیمې د هوساینې او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت دی.
د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نن ( دوشنبه د لیندۍ پېنځمه ) د روسیې فډراسیون د امنیت شورا عمومي منشي سرګي شویګو د دې وزارت له چارسمبالي سراج الدین حقاني سره په لیدنه کې ډاډ څرګند کړی، چې د روسیې حکومت د طالبانو غورځنګ، چې پخوا یې اسلامي امارت په دې نوم یاداوه؛ له تورنوملړه د لرې کولو بهیر وروستي پړاوونه ته رسولی دی.
هغه دا هیله هم څرګنده کړې، چې دا پړاو به په لنډ وخت کې بشپړ شي او له دې سره به د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې هم پراختیا ومومي.
سرګې شویګو د افغانستان امنیت د سیمې لپاره مهم یاد کړی او وایي: امن افغانستان د سیمې د هوساینې او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت دی.
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، چې په افغانستان کې د بې ثباتۍ عوامل له منځه تلي دي. افغانان اوس خپلواک او پخپل سیاسي برخلیک حاکم دي او خپلې فیصله پخپله کوي.
هغه زیاته کړې، چې مونږ نه یوازې د امن افغانستان، بلکې د ټولې سیمې او خطې د ثبات او هوساینې هیله لرو.
ویل کیږي، چې په دې ناسته کې د روسیې فډراسیون د امنیت شورا عمومي منشي سرګي شویګو، د روسیې د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال الکسي آور چوک، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازي ضمیر کابلوف، په افغانستان کې د روسیې سفیر دمتري ژیرنوف او یو شمېر نورو مسوولانو ګډون کړی و.