کوید۱۹

له تېرو ۲۴ ګړیو راپدیخوا د کرونا ویروس ۲۰۶ مثبتې پېښې ثبت شوي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۸, ۱۴۰۰)

د عامې روغتیا وزارت نن (چهارشنبه د غویی ۸) څرګنده کړې، چې له تېرو۲۴ ګړیو راپدیخوا په ټول هېواد کې د کروناویروس ۱۸۷۷ پېښې کتل شوي، چې ۲۰۶ یې مثبتې دي.

د روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ په همدومره وخت کې پر ویروس اخته اووه کسان مړه شوي او ۱۸۰ نور رغېدلي دي.

یاد وزارت په ډاګه کړې؛ له ۲۰۶ مثبتو پېښو څخه په ننګرهار کې ۷۸، په کندهار کې ۳۴، په کابل کې ۲۰، په خوست کې ۱۵، په بلخ کې ۶، په تخار کې۲، په پکتیا کې ۶، په پروان کې ۹، په میدان وردګ کې ۱۳، په کې کونړ کې یوه، په لغمان کې ۹، په پنجشېر ۲، دوه په زابل کې ۲ او په نورستان کې ۶ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

روغتیا وزارت دا هم ویلي، چې د دغو پېښو له ثبت سره د مثبتو هغو شمېر ۵۹۵۷۶ ته رسیدلی او د مړینې  شمېر ۲۶۱۸ ته رسیدلی دی.

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي وحید مجروح ویلي، چې دمګړۍ د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي پر محدودیتونو لګولو کار روان دی.

مجروح ویلي، چې دا مسله د حکومت او امنیت شورا له مشرتابه سره تر بحث لاندې نیول شوې؛ خو تر دې دمه پدې اړه پرېکړه نده شوې.

Trending

Exit mobile version