تازه خبرونه

له تېرو ۲۴ ګړیو په افغانستان کې پر کرونا اخته ۳۰ کسان مړه شوي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۸, ۱۳۹۹)

کرونا ویروس په وروستیو څلیرشت ګړیو کې له ۳۰ کسانو خوږ ژوند اخیستی او ۷۹۱ نور پرې اخته شوي، چې له دې سره په ټول هېواد کې د مړو شویو شمېر ۳۵۷ او پرې د اخته کسانو هغه ۲۰۳۴۲ ته رسیدلی دي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید الله مجروح  ویلي؛ په تېرو ۲۴ ګړیو کې ۱۴۲۷ بېلګې کتل شوي، چې ۷۹۱ یې مثبتې دي؛ ۳۰ کسان ترې مړه شوي او ۴۵ نور رغیدلي دي.           

د عامې روغتیا وزارت وایي، په دې ویروس د اخته کېدو موارد د اندېښنې وړ دي او خلک باید د ځان ژغورلو لپاره هڅه وکړي.

د عامې روغتیا وزارت دا ټینګار هم کړی، چې د کرونا وبا د مخنیوي لپاره باید د دې وزارت سپارښتنو ته پاملرنه وشي او که خلک همکاري ونکړي؛ دا وبا به نوره هم خوره شي.

د عامې روغتیا وزارت څرګندوي، چې د دې وبا خوریدا سراسري شوې او هېواد مو د فلاکت د پړاو څوکې ته رسېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په هرات کې له ۳۰۰۰ ډېر پر کرونا اخته کسان په خپلو کورونو کې قرنطین دي او عامې روغتیا وزارت په دې ولایت کې د حکیم الکوزي د درملو د خپلسري وېش مرکز تړلی دی.

Trending

Exit mobile version