تازه خبرونه
له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په روزګان كې ۲۶۰ طالبان وژل شوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د افغانستان ملي دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې په روزګان كې له يوې اوونۍ را په ديخوا تر ۲۶۰ پورې وسلوال طالبان وژل شوي او ۲۱۳ نور ټپیان دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو مسوولين وايي؛ وسلوالو غوښتل، چې د ترينكوټ ښار ونيسي، خو افغان ځواكونو يې مخه ونيوله.
د اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر څرګنده کړې؛ په دې عملياتو كې، چې د اتل قول اردو د قومندان او كندهار د امنيه قومندان ترمشرۍ لاندې ترسره شوي۲۶۰ وسلوال وژل شوي او ۲۱۳ نورټپيان دي.
سرچينه زیاتوي، په دې عملياتو كې د ملا عبدالمنان، مولوي راشد، ملا عبدالباري، تورخالد، ملا اشرف او ملاشاولي په ګډون د طالبانو مهم قومندانان وژل شوي دي.
وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.