تازه خبرونه

له جګړه مارو څخه د امريكا ملاتړ په افغانستان كې د فساد پراختيا ته لار هواره كړې ده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د امريكا دفاع وزارت په يوه تازه راپور كې ويلي، چې له افغانستان سره د امريكا مرستو دې هېواد كې فساد پياوړى كړى او د افغان دولت مشروعيت ګواښي. په دې راپور كې، چې لږ جزئيات يي په ډاګه شوي، راغلي، له جګړه مارو څخه د امريكا ملاتړ او په خصوصي قرارداديانو اتكا په افغانستان كې د فساد پراختيا ته لار هواره كړې ده.

په وروستيو ۱۳ كلونو كې په افغانستان كې د بيارغاونې په پروژو په ميلياردونو ډالر لګېدلي دي.

خو د امريكا د دفاع وزارت تازه راپور ښيي، چې زياتې دا پروژې نامسئوله وسله والو ته سپارل شوي او له افغانستان سره د امريكا پراخو مرستو د اداري فساد زياتوالي ته لار هواره كړې ده.

په اداري فساد ككړو كسانو ته د سزا نه وركول او د نړيوالو ځواكونو كمزورې څارنه د افغانستان د بيا رغاونې په پروژو كې اداري فساد ته زمينه برابره كړې ده. د دې راپور په يوې برخه كې راغلي.

د ۲۰۰۱ كال په وروستيو ورځو كې د امريكا تمركز د القاعده شبكې په له منځه وړلو طالبان او جګړه ماران پياوړي كړل او هغو كسانو ته يي زيات فرصت برابر كړ، چې له پېسو ناوړه ګټه اخلي. د دې راپور موندنې ښيي، چې ولسمشر حامد كرزي فاسدو كسانو ته د سزا وركولو په برخه كې د امريكا له فشارونو سره مقاومت كړى دى.

بلخوا د افغانستان د بيارغاونې لپاره د امريكا د پلټونكې ادارې رئيس جان سوپکو په يوه تازه راپور كې ليكلي، پراخ اداري فساد د عواېدو د ټولولو پر وړاندې خنډونه را ولاړ كړي دي.
هغه خبردارى وركوي، چې كه له اداري فساد سره جدي مبارزه ونه شي، په افغانستان كې به د وروستيو كلونو لاسته راوړنې د نابودۍ له خطر سره مخامخ شي.
نوموړی همدارنګه وایي، كه مونږ له دې فرصتونو سمه استفاده ونه كړو، او د فساد مسئله سر له همدا اوسه جدي ونه نيسو، ټولې ماتېدونكې لاسته راوړنې به، چې د افغانستان په اوږدې جګړې كې تر لاسه شوي، د له منځه تلو له خطر سره مخامخ كړو.
خو ولسمشر چې، تل يي نړوالو ته د فساد پر وړاندې د جدي مبارزې ژمنې وركړي، وايي، اداري فساد زيات په بهرنيو تړونونو كې، چې زياتره د دولتي چارواكو له خپلوانو سره كېږي، ريښه لري.
د هغه په باور د نړيوالو ځواكونو په وتو سره د اداري فساد كچه هم را لوېږي.

Trending

Exit mobile version