تازه خبرونه

له خبریالانو سره د تاوتریخوالي پېښې ډېرې شوې دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په افغانستان كې د خبريالانو د قتل پېښې دوه برابره شوې دي. د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ اداره (نى) له راتلونكي حكومت څخه غواړي چې په افغانستان كې له خبريالانو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره جدي پروګرامونه جوړ كړي.
په كندهار كې له خبريالانو سره د پوليسو تاوتريخوالي په كابل كې د خبريالانو اندېښنې راپارولي دي. د ازادو رسنيو د ملاتړ اداره نى وايي، چې له خبريالانو سره د تاوتريخوالي او د هغوى د قتل پېښې زياتې شوې دي.
له ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې مسئول صدیق الله توحيدي وايي:
په تېر يوه كال كې شپږ خبريالان وژل شوي، درې ټپيان شوي او د تاوتريخوالي نږدې اويا پېښې هم ور سره ثبت شوي دي.
خبريالان له راتلونكي حكومت څخه غواړي، چې د خبريالانو مصئونيت ته جدي پام وكړي.
د نى مسئول همدارنګه وايي، كه حكومت له خبريالانو سره د تاوتريخوالي دوسيې و نه څېړي، د رسنيو او دولت ترمنځ به واټن رامنځته شي .

Trending

Exit mobile version