سیمه ییز خبرونه
له خصوصي شركتونو سره د سړك او لښتيو جوړولو تړونونه لاسليك شول
د فوايد عامې وزارت چارواكي وايي، هغه شركتونه چې ماليه نه وركوي، په داوطلبيو كې به برخه ورنكړشي.
د فوايد عامې وزارت مالي او اداري معين عبدالهادي رفعي وايي:
لومړۍ پروژه د ميرويس مېنې د ښارگوټي مواصلاتي لار د كابل- گرديز له واټ سره نښلوي، چې دوه كيلو مترو ته رسيږيپرې او اووه دېرش ميليون و ۸۲۴ زره افغانۍ لگښت پرې راځي. د دې پروژې لگښت د دولت له پرمختيايي بودجې وركول كيږي.
دوه يمه پروژه د كابل- پروان د لويې لارې د دواړو غاړيو د لښتيو جوړول دي، چې له سراى شمالي څخه پيليږي او تر قلعه مراد بيگ دوام كوي. د دغو لښتيو اوږدوالى نهه كيلو مترو ته رسيږي، چې لگښت يي ۶۸ ميليون او ۱۷ زره افغانۍ كيږي او د سړكونو د ساتنې او څارنې له عادي بودجې څخه وركول كيږي.
د فوايد عامې وزارت مسولين وايي، له كومو شركتونو سره، چې تړون شوى، د ماليې په وركولو مكلف شوي دي.
د فوايد عامې وزارت تخنيكي مرستيال نورگل منگل وايي:
كوم سړكونه، چې د خصوصي شركتونو له خوا جوړيږي، يو كال ورنټي لري او كه په يوه كال كې ويجاړ شول، جوړوونكي شركتونو مكلف دي، چې ترميم يي كړي.
د دغه وزارت په وينا، د سالنگ لويه لار اوس د ترافيكو پر مخ بېرته پرانيستل شوې ده.