سیمه ییز خبرونه
له خپلو اوبو گټه اخيستل د افغانستان حق دى- حامد كرزى
گاونډ هېوادونه بايد وپوهيږي، چې له خپلو اوبو څخه د پرمختگ او پراختيا لپاره گټه اخيستل د افغانستان حق دى.
افغان ولسمشر حامد كرزى د دغه مطلب په څرگندولو سره وايي، چې:
له خپلو اوبو څخه په گټه اخيستنه كې د افغانستان حق خوړل شوي او حكوت بايد له دې حق څخه استفاده وكړي.
له همدې سره د اوبو او انرژى وزارت وايي:
كه د اوبو د منابعو مديريت ته جدي پاملرنه ونه شي؛ نو افغانستان به د خوراكي توكو له قحطۍ سره مخ شي.
افغان ولسمشر وايي :
كه څه هم افغانستان د ځمكې په تودوخه كې هيڅ رول نه لري، خو په خواشينۍ له دې اړخه ډېر زيان افغانستان ته رسيږي.
ولسمشر، چې د افغانستان د اوبو د استفادې او پراختيا په درېيم كنفرانس كې يې د سه شنبې په ورځ(د سلواغې۱۰) خبرې كولې وويل، چې:
كه د افغانستان له اوبو څخه په سمه توگه گټه پورته شي، نو راتلونكې كې به مو خوندي وي.
د نوموړي په وينا گاونډ هېوادونه بايد وپوهيږي، چې افغانستان هم د پرمختگ لپاره له خپلو اوبو څخه د گټې اخيستنې حق لري.
د نوموړي په باور له خپلو اوبو څخه د گټې پورته كولو په برخه كې د افغانستان حق د گاونډ هېواونو له خوا خوړل شوى او افغان حكومت بايد دغه حق بيا ترلاسه كړي.
د اوبو او برېښنا وزير محمد اسماعيل خان وايي:
كه څه هم په تېرو لس كلونو كې مو لږ مالي سرچينې په واك كې وې، خو د اوبو د دوه زره كانالونو په جوړولو او بيا رغونې مو د ۴۵۰ زره هكتار ځمكې د خړوب زمينه برابره كړې ده.
دا په داسې حال كې ده، چې د ماليې وزارت د افغانستان د اوبو د تنظيم او محارولو لپاره اووه ميليارد و پېنځه سوه ميليون دالرو ته خپله اړتيا ښودلې ده .