روغتيا

له درې میلیون ډېر افغان ماشومان له خوارځواکۍ ژغورلو ته اړتیا لري

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۳, ۱۴۰۰)

د خواړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی، چې د روان کال تر پایه به په افغانستان کې شاوخوا ۳ اعشاریه ۵  میلیون ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي.

د خواړو نړیوال پروګرام ټوېټ کړی، چې د روان کال تر پایه به په افغانستان کې له ۳.۵ میلیون ډېر ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي.

دغه سازمان ویلي، یو میلیون ماشومان به د مرګ له خطر سره مخ وي. همدارنګه د شري او نس ناستي په څېر ناروغۍ د افغان ماشومانو لپاره بله لویه ننګونه ده.

د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۸ کې د سختې خوارځواکۍ کچه لوړه ده؛ خو د منځنۍ کچې خوارځواکۍ ډېر ماشومان د ژوند ژغورونکیو مرستندویانو پر همکارۍ درملنې ته لاسرسی لري.

د افغانستان د روغتیا وزارت چارواکي د خواړو نړیوال پروګرام پر مرسته د خوراکي توکو د تولیدي ماشین له فعالولو خبر ورکوي او وايي، چې د دې ماشین له کارولو سره به د ماشومانو د معتدلو خواړو ډېرې ستونزې اوارې شي.

د عامي روعتیا وزارت ویاند ډاکټر جاوید هژیر ویلي؛ په تېرو درې کلونو کې نه یوازې حاده او نیمه حاده خوارځواکۍ ډېره شوې، بلکې په روان میلادي کال کې  مونږ له ۳۳۰۰۰ معتدلو او له ۲۲۰۰۰ څخه زیاتو ماشومانو سره مرسته شوې ده.

یو شمېر ډاکټران هم  د بېلابېلو خواړو نشتوالی د خوارځواکۍ د خپرېدو اصلي لامل بولي او وايي، یوازې خوارځواکي نه، بلکې د هرې  ډلې خلک، چې د خواړو خوندیتوب نلري ماشومان یې له خوارځواکۍ سره مخ دي.

اټکل کیږي، چې اوسمهال د افغانستان له ۹۰ سلنې ډېر وګړي د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، له نیمایي ډېر وګړي هم لوږه کړوي او په افغانستان کې د بشري مرستو اړتیا د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه زیاته شوې ده.

Trending

Exit mobile version