سیمه ییز خبرونه

له دوبنۍ رخصتۍ وروسته به نن ملي شورا خپل كار پيل كړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ملي شورا دوبنۍ رخصتي د جمعې په ورځ(د وږي ۱۵) پاى ته ورسيدې. په پام كې ده، چې د شنبې په ورځ(د وږي ۱۶) به دغه شورا پخپل كار پيل وكړي.

له هر څه وړاندې به د ملي شورا غړي د يو شمېر نه تصويب شويو قوانينو او د كورنيو چارو او د قومونو و سرحداتو د نوماندو وزيرانو او د ملي امنيت د عمومي رييس د ټاكلو  له مسلو سره مخ شي.

د ولسي جرگې غړې ناهيد فريد وايي:

د ولسى جرگې غړي اړ دي، چې د دې شورا په عمومي غونډو كې د خپلو سيمو د خلكو ستونزې  يادې كړي.

د ولسي جرگې غړى شريف كاموال وايي، چې:

هغه قوانين به تصويب شي، چې تر اوسه نه دي تصويب شوي.

دنوموړي په وينا،  د لوړو زده كړو، كانونو او د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د كمولو د قانون طرحې هغه طرحې دي، چې تر اوسه يې ولسي جرگه په تصويب كولو نه ده بريالۍ شوې.

د ولسي جرگې غړې شكريه باركزۍ وايي، چې:

په ولسي جرګه كې به د دوه اوونيو په شاوخوا كې د ملي امنيت د عمومي رياست، د كورنيو چارو، قومونو او سرحداتو وزارتونو ته د نوماندانو په اړه  بحث پيل شي.

يو قانون، چې د ولسي جرگې د يو شمېر غړيو له سختو نيوكو سره مخ شوى هغه د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د بندولو قانون دى، چې اوس مهال د ولسمشر د فرمان په اساس د پلي كيدو وړ دى.

د ولسي جرگې غړې ناهيد فريد وايي، چې له دغه قانون سره د ولسي جرگې د يو شمېر غړيو حساسيتونو ته په كتو كيدى شي دا قانون په روانه دوره كې تصويب نه شي.

ولسي جرگې له دوبنيو رخصتيو وړاندې له ډېرو ناندريو سره سره بيا هم په دې توانيدلې ، چې د ټاكنو قانون تصويب كړي؛ خو د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د بندولو او د لوړو زده كړو د قانون طرحې اوس هم د تصويب په تمه دي.

Trending

Exit mobile version