تازه خبرونه

له دوه میاشتني ځنډ وروسته د پاسپورټ ریاست چارې بیا پیل شوې

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۳, ۱۴۰۰)

د افغانستان پاسپورټ ریاست نن (سې شنبه د تلې ۱۳) په یوه خبري ناسته کې څرګنده کړه، چې دې بنسټ خپلې چارې او هڅې بیا پیل کړې.

د افغانستان د پاسپورټ څانګې مشر علم ګل حقاني په یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل، چې تېرې ادارې هره ورځ ۳۰۰۰ پاسپورټونه وېشل؛ خو اوس اسلامي امارت په پام کې لري، چې دا شمېر د ورځې ۶۰۰۰ ته لوړه کړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په لومړي سر کې پاسپورټونه به ۲۵۰۰۰ هغو  خلکو ته ووېشل شي، چې پاسپورټونه یې دمخه تر کار لاندې ول.

د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي دغه خبر تائید کړی او څرګندوي، چې د پاسپورټونو د وېش بهیر به د لاندې اصولو له مخې پیل شي:

– په لومړي ګام کې دا به ۲۵۰۰۰ هغو خلکو ته ووېشل شي، چې اسناد یې پروسس شوي(هغه کسان، چې خپلې پیسې یې بانکونو ته سپارلي دي.

– هغه کسان، چې فورمې یې آنلاین ډکې کړي او دمخه یې وار نیولی دی.

– هغو ناروغانو ته، چې درملنه یې په کور کې دننه ناشونې ده.

– هغه دولتي کارکوونکي، چې رسمي سفر ته معرفي کیږي.

– هغه ملي سوداګر ، چې د سوداګرۍ وزارت لخوا نومول شوي.

– هغه خلک، چې د استوګنې رسمي بلنه ولري.

–  هغه زدکوونکي، چې د بورسونو لپاره نومول شوي وي.

– په ځانګړو حالاتو کې د اسلامي امارت د ځواکونو ټپيانو او ملکي وګړیو ته.

– د پاسپورټ دفتر کارکوونکیو او د هغوی د کورنیو غړیو ته.

او هغو لوبغاړیو ته، چې په نړیوالو سیالیو کې برخه اخلي.

دې ادارې دا هم ویلي، چې دمګړۍ نږدې یو میلیون چاپ شوي پاسپورټونه توزیع ته چمتو دي.

د کورنیو چارو وزارت د رسنیو د څانګې مشر سعید خوستي ویلي، پاسپورټونه دا مهال تر اوسني سرلیک (د افغانستان اسلامي جمهوریت) لاندې وېشل کیږي.

ښاغلی خوستي زیاته کړې، چې د پاسپورټ ریاست له ټولو ښځینه کارکوونکیو څخه غوښتل شوي، چې بېرته کار ته راستنې شي.

دغه راز اسلامي امارت په ډاګه کړې؛ د هغو دولتي کارمندانو معاشونه، چې له تېرو درې میاشتو راپدیخوا نه دي ورکړشوي؛ د اجرا وړ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دوشنبې پر ورځ د لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند تر مشرۍ لاندې د وزیرانو شورا کورنیو چارو وزارت ته د پاسپورت او پېژندپاڼو د وېش لړۍ د پیلولو سپارښتنه کړې ده.

Trending

Exit mobile version