تازه خبرونه

له دوه کلن ځنډ وروسته افغانستان ته د  فلای دوبۍ الوتنې بیا پیلږي

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۰, ۱۴۰۲)

په دوبۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ د مطبوعاتو او فرهنګي چارو ریاست په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې فلای دوبۍ به له دوه کلن ځنډ وروسته خپلې الوتنې بیا پیل کړي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د افغانستان د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال، د بهرنیو چارو وزارت، د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت، په دوبۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ او د کوربه هېواد په همکارۍ دغه شرکت چمتو شو، چې د راتلونکې میاشتې د نومبر له ۱۵ څخه افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړي.

په اعلامیه زیاته شوې: د فلای دوبۍ د الوتنو بیا پیلول د لومړي نړیوال هوایي شرکت په توګه، چې له دوه کلونو وروسته افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیلوي؛ یو خورا اړینه هڅه ګڼل کیږي.

په دوبۍ کې د افغانستان د جنرال قونسلګرۍ د فرهنګي چارو دفتر ويلي، چې له دې کار سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ ديپلوماتيکې او سوداګريزې اړيکې پياوړې، د هوايي تکتونو بيه به ارزانه، د افغانانو لپاره به د تګ راتګ زمينه برابره او خنډونه به له منځه ولاړ شي او له ټولو اړینه دا، چې د نورو هېوادونو هوایي شرکتونو لپاره به د الوتنو د بیا پیل ښه زیری وي.

Trending

Exit mobile version