تازه خبرونه
له دین څخه ناسم تفسیر د بنسټ پالنې مفکوره پراخه کړې- منصور
افغان زدکړیالانو د افغانستان د اوسنۍ شخړې د حل لارې د لټون لپاره د یو علمي کنفرانس کوبتوب وکړ، چې په افغانستان کې د یاغي دلو د پیدایښت زمینې وڅېړي.
د ولسي جرګې غړی عبدالحفیظ منصور د افغانستان او بنسټ پالنې ترسرلیک لاندې علمي غونډې ته وویل؛ له دین څخه ناسم تفسیر د بنسټ پالنې مفکوره پراخه کړې ده.
عبدالحفیظ منصور زیاتوي، سعودي عربستان، پاکستان او ایران د خپلو ګټو لپاره سخت دریځې ډلې جوړې کړي، چې د خپلو ګټو لپاره یې وکاروي.
تېره اوونۍ سعودي عربستان د ترهګرو ډلو تمویل رد کړ او پاکستان هم تل ویلي، چې د ترهګرو پر وړاندې مبارزه کوي. د یاغي ډلو فعالیت د ټولنې د بنسټونو د ویجاړتیا عوامل بلل کیږي.
په ولسي جرګه کې د غزني استازې شاه گل رضاييوایي، افراطي ډلو د وېرې او ترهې په رامنځته کولو جنسي تاوتریخوالي ته پراختیا ورکړې ده.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی مرستیالدین محمد مبارز راشیدي له اوسني حالت څخه د وتلو لپاره ټینګار وکړ؛ اړینه ده، چې پر دیني افکارو نوې کتنه وشي؛ تر هغې ، چې د وخت د اړتیاوو لپاره دیني څرګندونې ونه لرو افراطي افکار به په ټولنه کې وي.
د پوهنتون استاداشراق حسیني وایي؛ د زدکړو بهیر سمون ته اړتیا لري، چې امنیت پراخه او انساني وده رامنځته شي.
په افغانستان کې له څلور لسیزو راهیسې د جګړو اور بل دی، داعش په دې هېواد کې بله پدیده ده، چې خلک یې اندېښمن کړي دي.
خبریال: احمد فرشاد صالح