تازه خبرونه
له دې وروسته کابل ښاریان کولای شي د خپل موبل له لارې د بریښنا بېلونه تحویل کړي
د افغانستان د برېښنا شرکت د افغان بیسیم او روشن مخابراتي شرکتونو او د مریخ ټکنالوژۍ او نوي کابل بانک سره داسې تفاهم لیک لاسلیک کړ چې له مخې به یې کابل ښاریان وکولی شي د خپلو موبایل ټلفونونو له لارې د برېښنا بلونه تحویل کړي.
د افغانستان د برېښنا شرکت لخوا به مشتریانو د بل د تحویلولو په هکله پیغام استوي چې مشتریان به وکولی شي، د ام پیسه او بانکي حساب له لارې د برېښنا صرفیه یا بل تحویل کړي.
د بريښنا شرکترییس عبدالرازق صمدي وايي چې له دې وروسته به د کابل ښاریان د بريښنا د بل د تحویلولو لپاره په ساعتونو د بانکونو مخې ته نه وي ولاړ.
د افغان بیسیم د مای مني سیستم له لارې به خلک وکولی شي د نوي کابل بانک ۳۱ ۳۱ شمارې ته د برېښنا د بل پیسې د برېښنا شرکت په حساب ولیږي.
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رییس امین رامین وايي چې د مای مني د سیستم له لارې د برېښنا د بل تحویلول د کابل ښاریانو لپاره تر ټولو ښه او اسانه لاره ده.
دا په داسې حال کې ده چې کابل ښاریان د برېښنا شرکت د خدمتونو په هکله وخت نا وخت شکایت کوي.
ځیني ښاریان وايي چې د بريښنا صرفیه يې په بلونو کې دوه برابره حسابیږي.