نړۍ
له روسیې سره په جګړه کې ۹۰۰۰ اوکرایني پوځیان وژل شوي
رویترز څرګنده کړې، چې د اوکراین د وسلوالو ځواکونو مشر د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې له روسیې سره په جګړه کې شاوخوا ۹ زره اوکرایني پوځیان وژل شوي دي.
دا لومړی ځل دی، چې د روان کال د فبرورۍ پر ۲۴ د روسیې له برید وروسته اوکرایني جنرال والیري زلوزني لخوا د وژل شویو پوځیانو شمېر په ډاګه کیږي.
د اوکراین د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز جنرال زولوزني د پوځي پخوانیو سرتېرو او د وژل شویو کسانو د کورنیو د درناوي په موخه جوړ شوي کنفرانس ته وویل، چې ماشومان د پلازمېنې کیف په ګډون د هېواد په یو شمېر برخو کې ساتنې ته اړتیا لري.
هغه ويلي: دوی واقعاً پر هغه څه نه پوهيږي، چې څه روان دي او خامخا محافظت ته اړتیا لري … ځکه، چې د دوی پلار مخ ته تللی او ممکن د شاوخوا ۹۰۰۰ اتلانو په ډله کې وي، چې وژل شوي دي.
زلوزني نور جزئیات ورنکړل او ویې نه ویل، چې آیا هغه شمېر، چې هغه یې په ګوته کوي؛ په عملیاتو کې وژل شوي ټول سرتېري لکه سرحدي ساتونکي شامل دي.
ولسمشر ولادیمر زیلینسکي کنفرانس ته څرګنده کړې، چې شاوخوا یو میلیون خلک د اوکراین د وسلوالو ځواکونو یا نورو خدماتو د برخې په توګه له اوکراین دفاع کوي.
د اوکراین پوځي او ملکي چارواکو ونه ویل، چې څومره ملکي کسان په جګړه کې وژل شوي؛ خو د اوکراین د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز د روسیې د پوځ د وژل شویو شمېر ۴۵۴۰۰ ښودلی دی. روسیې دا ندي ویلي، چې څومره اوکرایني سرتېري یې وژلي دي.
رویترز ندی توانیدلی، چې د دواړو خواوو خواوو د زیانونو تصدیق وکړي.
روسیه خپل ځانګړي نظامي عملیات د خپل کوچني ګاونډ اوکراین د بې وسلې کولو او د روسی ژبو خلکو د ژغورنې او ساتنې لپاره پیل کړي؛ خو د اوکراین لویدیځ ملاتړي پر مسکو تور لګوي، چې د امپریالیزم په بڼه یې د فتحې جګړه پیل کړې ده.
