تازه خبرونه
له روسیې سره پوځي هوکړه دفاعي وړتیاوې پیاوړې کوي- محمد یعقوب مجاهد
محمد یعقوب مجاهد په کابل نړیوال هوايي ډګر کې ویلي، چې روسیې ته د افغان پلاوي سفر د مسکو پر رسمي بلنه او په یوه مهم امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره ترسره شو.
د افغانستان اسلامي امارت دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد په روسیه کې د نړیوال امنیتي کنفرانس له ګډون وروسته د شنبې پر ورځ کابل ته راستون شو او څرګنده یې کړه، چې د کابل او مسکو ترمنځ د تخنیکي ـ پوځي همکاریو د هوکړې عملي پړاوونه به په نږدې راتلونکي کې پیل شي.
محمد یعقوب مجاهد په کابل نړیوال هوايي ډګر کې ویلي، چې روسیې ته د افغان پلاوي سفر د مسکو پر رسمي بلنه او په یوه مهم امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره ترسره شو.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، په دې غونډه کې یوازې محدود شمېر هېوادونو ته د وینا فرصت ورکړ شوی و او افغانستان هم د هغو هېوادونو له ډلې و.
دفاع وزیر له روسیې سره د لاسلیک شوې هوکړې په اړه ټینګار کړی، چې دا د تخنیکي او پوځي همکاریو هوکړه ده او باید د دفاعي یا امنیتي تړون په توګه ونهګڼل شي.
هغه ویلي: «د دې هوکړې عملي چارې به په راتلونکو ورځو کې پیل شي او پر بېلابېلو اړخونو به یې خبرې وشي، چې عملي بڼه خپله کړي.»
د مجاهد د څرګندونو له مخې، د دې هوکړې اساسي موخه د تخنیکي وړتیاوو لوړول او په افغانستان کې د روسي جوړو پوځي تجهیزاتو د اغېزمنې استفادې زمینه برابرول دي.
نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان د پوځي تجهیزاتو د پام وړ برخه لکه الوتکې، چورلکې او ځینې روسي وسلې، چې ترمیم، ساتنې او پراختیا لپاره تخنیکي همکاریو ته اړتیا لري.
یعقوب مجاهد څرګنده کړې؛ د اسلامي امارت سیاست د نورو هېوادونو د نه ګواښلو پر اصل ولاړ دی او د افغانستان پوځي پرمختګونه د سیمې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره ترسره کېږي.
هغه ویلي، چې افغانستان د نورو هېوادونو په ګډون د امریکا او برازیل پوځي تجهیزات هم لري او که اړتیا او متقابله لېوالتیا موجوده وي؛ له دغو هېوادونو سره هم ورته هوکړې لاسلیک کېدی شي.
دفاع وزیر ټینګار وکړ؛ د افغانستان ملي ګټې لومړیتوب لري او هیڅ داسې هوکړه به لاسلیک نهشي، چې د هېواد له ګټو سره په ټکر کې وي.
هغه د کابل او مسکو ترمنځ د پوځي همکاریو په اړه د ځینو اندېښنو په غبرګون کې ویلي؛ ښايي ځینې هېوادونه خپل ځانګړي نظرونه ولري، خو دا موضوع په خبرو اترو کې مطرح شوې نهده.
نوموړي د پاکستان ویلي، چې ښايي اسلامآباد د دې هوکړې په تړاو اندېښنې ولري.
هغه زیاته کړه: «څو میاشتې مخکې پاکستان پر جرأت د افغانستان ځینې سیمې بمبارډولی شوې؛ خو مونږ هڅه کوو، چې په نږدې راتلونکي کې بیا هیڅوک د داسې اقدام جرأت ونهکړي.«
ویل کیږي، چې افغانستان د خپلو دفاعي وړتیاوو پیاوړتیا ته اړتیا لري او اسلامي امارت د هېواد د ساتنې لپاره پرلهپسې هڅې کوي، چې په راتلونکي کې د دفاعي سیسټمونو د جوړولو او په دې برخه کې د نورو همکاریو په اړه هم بحثونه وشي.