تازه خبرونه
له روغتیا برخمن؛ خو لږ څه ټپي شوی یم – امرالله صالح
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح، چې نن یې پر موترو برید شوی؛ په یوه ویدیو کې، چې کیڼ لاس یې بنداژ شوی دی خلک داسې ډاډه کړل: له روغتیا برخمن، خو لږ څه ټپي شوی یم.
نن سهار شاوخوا اووه نیمې بجې د کابل ښار د تایمني په اړوند سیمه کې د هغه د موترو پر کاروان چاودنه رامنځته شوې ده، چې خپله ترې روغ وتلی دی.
د ملي پخلاینې عالی شورا د مشر عبدالله عبدالله او د ولسمشر د دوه یم مرستیال سرور دانش په ګډون یو شمېر حکومتي چارواکو د هغه پوښتنه وکړه.
په خپل ویدیوي پیغام کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې د خپل دفتر پر لوري روان وم او زوی مې عباد صالح هم راسره و.
صالح څرګنده کړې: زه او زوی مې لږ څه سوځیدلي یو؛ ځکه، چې د اورلمبو ان ښیښه ویلې کړه او زما لاس هم یو څه ټپي شوی دی
هغه دا هم ویلي، چې یو شمېر ساتونکي یې خم ټپیان شوي او د ملي امنیت روغتون ته لیږدول شوي دي.
نوموړي دغه برید؛ ځکه غندلی، چې په پایله کې یې خلکو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په برید کې لاس لرل رد کړي دي.
