پرمختګ او بشپړتیا

له سري میاشتې سره د یو نیم میلیون دالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د سري میاشتې مرسته کوونکې ادارې د سعودي عربستان له حکومت سره د یو نیم میلیونو دالرو په ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د یاد هوکړه لیک پر بنسټ به سعودي عربستان په افغانستان کي له اړو کسانو سره مرسته وکړي.

د سرې مياشتې ټولنې رييسه فاطمه گیلاني وايي:

د یاد هوکړه لیک له لاسلیک هر کلي کوو او په دې برخه کي د سعودي عربستان او نورو هېوادونو د ډېرو نورو مرستو غوښتونكي يو.

آغلې گیلاني زياتوي:

له دي وړاندې هم له جاپان، ناروي، سویدن او کانادا سره هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.

آغلې گیلاني د هغو مرستو له دوام څخه هر کلی كوي، چې په راتلونکيو کلنو کي به له سرې میاشتي سره تر سره شي.

سره میاشت په افغانستان کې له مرسته کوونکيو ټولنو څخه شمېرل کیږي، چې د طبیعي پېښو په وخت کې اړو کسانو ته مرستې رسوي.

Trending

Exit mobile version