لوبی
له سریلانکا او ایرلنډ سره د افغانستان د کرکټ سیالیو نېټه اعلان شوه
د افغانستان کرکټ بورډ د دوشنبې پر ورځ د سریلانکا او ایرلنډ پر وړاندې د دغه هېواد د سیالیو نېټه په ډاګه کړه.
افغان لوبډله به لومړی د سلواغې له دیارلسمې څخه د کب تر دوهیمې / فبرورۍ له ۲دوهیې تر یوویشتمې سریلانکا ته د ټیسټ، درې یو ورځنیو او درې شل اوریزو نړیوالو لوبو لپاره سفر وکړي او بیا به د کب له نهمې تر اتهویشتمې / د فبرورۍ له اتهویشتمې د مارچ تر اتلسمې په عربي متحده اماراتو کې د ایرلنډ کوربه وي.
د سریلانکا پر وړاندې دغه سیالۍ د سلواغې له ۱۳ څخه تر اووهلسمې / د فبرورۍ له دوهیمې ترشپږمې د کولمبو په سینهالي کرکټ سپورټي کلب لوبغالي کې له ټیسټ سره پیلیږي.
ټیسټ لوبه، چې له درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې سره د فبرورۍ پر نهمه، یوولسمه او څوارلسمه نېټه د کولمبو په پریماداسا نړیوال کرکټ لوبغالي کې پلان شوي؛ ترسره کړي او ورپسې به درې ۲۰ اوریزې لوبې د فبرورۍ پر اووهلسمه، نولسمه او یوویشتمه د ډمبولا نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي. دایره به شی.
له سریلانکا څخه به افغان لوبډله عربي متحده اماراتو ته ولاړه شي او هلته به د فبرورۍ له اتهویشتمې څخه د مارچ تر اتلسمې نېټې پورې د یوې ټسټ، درې یو ورځنیو او درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو د لوبلړۍ د ترسره کېدو کوربتوب هم وکړي.
د افغانستان او ایرلینډ پر کوربتوب به د فبرورۍ له اتهویشتمې د مارچ تر درېیمې د ابوظبي په زاید کرکټ لوبغالي کې د ټسټ لوبو لړۍ پیل شي. له دې وروسته به درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې د مارچ پر اوومه، نهمه او دولسمه او درې نړیوالې شل اوریزې لوبې به د مارچ پر پېنځلسمه، اووهلسمه او اتلسمه د شارجې په کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې د سریلانکا د کرکټ له چارواکو سره ګټورې خبرې د دې لامل شوې، چې د درې یو ورځنۍ لوبو په ګډون په کې درې شل اوریزې او یوه ټسټ لوبه هم شامله شي.
هغه ویلي: د دغو درې یو ورځنیو نړیوالو لوبو شاملول د یوه بشپړ او هر اړخیز سفر د تضمین لپاره یو مهم ګام دی، چې نه یوازې د افغانستان کرکټ لپاره به ښه زمینه برابر کړي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ به اړیکې نورې هم پیاوړې کړي. په سریلانکا کې له سریلانکا سره لوبېدل تل ستونزمن وي؛ خو دا یوه داسې ننګونه ده، چې افغان اتلان یې اسانه منلی شي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي مشر نصیب خان ویلي؛ دا د افغانستان لوبډلې لپاره په راتلونکیو څو میاشتو کې یو په زړه پورې پړاو دی، چې د جون په میاشت کې به نړیوال جام ته لار پیدا کړي.
له سریلانکا او ایرلنډ سره د سیالیو نېټه د هند پر وړاندې د افغانستان د ۲۰ اوریزو سیالیو له پیل څخه څو ورځې مخکې اعلان شوه.
لومړۍ شل اوریزه لوبه به د پنجشنبې پر ورځ د مرغومي پر یوویشتمه / د جنورۍ پر یوولسمه د موهالي په پنجاب کرکټ ټولنې لوبغالي کې ترسره کیږي، دوهیمه لوبه د جنورۍ پر څوارلسمه په اندور کې او وروستۍ لوبه به د جنورۍ پر اووهلسمه د بنګلور په چیناسوامي لوبغالي کې ترسره شي.
آریانا ټلویزیون د دغو سیالیو د نشرولو ځانګړی حق ترلاسه کړی او په افغانستان کې د کرکټ مینهوال کولی شي، چې د هند پر وړاندې درې واړه لوبې پر ژوندۍ بڼه له آریانا تلویزیون څخه وګوري.
لومړۍ لوبه به د پنجشنبې پر ورځ د کابل پر وخت د مازیګر پېنځه بجې پیل شي؛ نو په دې هیله، چې له مونږ سره پاتې شئ!
