تازه خبرونه

له سند ایالته ۱۷۰۰ ناقانونه افغان کډوال ایستل شوي – پاکستان

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۹, ۱۴۰۲)

د پاکستان د سند ایالت چارواکو څرګنده کړې، چې تر دې دمه له دغه ایالت څخه د ۱۷۰۰ افغان وګړیو په ګډون ۲۳۷۱ ناقانونه کډوال ایستل شوي دي.

دی نیشن ورځپاڼې د شنبې پر ورځ د سند ایالت د کورنیو چارو او زندانونو چارسمبالی وزیر حارث نواز په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د ناقانونه مهاجرینو ایستل له توپیر پرته ترسره کیږي او یوازې افغانان په کې شامل نه‌دي.

حارث نواز ويلي، چې په ټول هېواد کې د ناقانونه مهاجرينو پر ضد کړنې روانې دي او دا پاليسي همغږې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د سند ايالت په زندانونو کې د نا قانونه مهاجرينو ١٢١٨ دوسیې موجودې دي.

هغه وايي، ناقانونه کډوال تر ډېره په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې ژوند کوي.

حارث نواز په کراچۍ کې امن د ناقانونه کډوالو له شړلو سره تړلی وباله.

هغه ویلي، چې دوی هڅه کوي کراچۍ یو له جرمونو پاک ښار کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت بې اسنادو کډوالو ته خبرداری ورکړی، چې د نومبر له لومړۍ نېټې مخکې دې له پاکستان څخه ووځي. که نه؛ نو دوی به وایستل شي.

Trending

Exit mobile version