تازه خبرونه
له سودان څخه د افغانانو لومړۍ جوپه راوویستل شوه
(Last Updated On: غویی ۷, ۱۴۰۲)
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د سودان له کورنۍ جګړې څخه د افغانانو د ويستلو په اړه په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې: له نېکه مرغه د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت پر پرلپسې هڅو او د سعودي عربستان پر همغږۍ او همکارۍ وتوانیدو، چې په سودان کې د بند پاتې افغانانو لومړنۍ جوپه له دې هېواده راوباسو او د سعودي عربستان جدې ښار ته يې ولېږدوو، چې ډېر ژر به هېواد ته راستانه شي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې په سودان کې د نورو بند پاتې افغانانو د خوندي وېستلو لپاره د اسلامي امارت هلې ځلې روانې دي او په دې برخه کې له ټولو امکاناتو څخه ګټه پورته کوي.
ویل کیږي، چې په سودان کې ۱۲۰ افغانان اوسېدل.