تازه خبرونه

له طالبانوسره په مخامخ خبرو کې پر څلورو مواردو هوکړه شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د حکومت مرکچي پلاوی وایي، دغه ناسته غزول، د د دواړو غاړیو د غوښتنو په گوته کول، له کوچني اختر وروسته په دوه یمې ناستې هوکړه او په خبرو کې صداقت هغه بقرخې دي، چې پرې هوکړه شوې ده.

د سولې عالي شورا غړی حاجي عزیز الله دین محمد، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی، فیض الله ذکي، محمد عاصم، محمد ناطقياو فرهاد الله فرهاد شپږ څېرې دي، چې د سولې په مذاکراتو کې یې د حکومت په استازیتوب گډون کړی دی.

دوی په پاکستان کې له طالب استازیو سره د مخامخ ناستې په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل.

د مرکچي پلاوي رییس حاجي عزیزالله دین محمدوایي، په دې ناسته کې په څلورو برخو کې هوکړه شوې ده:

۱:- راتلونکې ناستې ته د دواړو لورو د غوښتنو په ډاگه کول

۲:- په خبرو کې ریښتینولي

۳:- د ننگونو پر حل ټینگار او په افغانستان کې دایمي سوله

4:- له کوچني اختر وروسته په دوه یمې ناستې هوکړه او په یو بهیر د دې ناستې بدلول

نوموړي وایي، د مذاکراتو دغه پړاو ښکاره توپیر درلود او هیلې ورته زیاتې دي.

د مرکچي پلاوي غړی محمد عاصموایي، چې د طالبانو له لوري په دې ناسته کې عبداللطیف منصور، ملا عباس او د حقاني شبکې په استازیتوب د جلال الدین حقاني ورور حاجي ابراهیم گډون کړی و، چې د طالبانو لومړي درجه کسان بلل کیږي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزیوایي، د طالبانو مهمې غوښتنې د بندیانو برخلیک، تور نوملړ او په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو حضور دی.

هغه په ډاگه کوي، چې، په اختر کې د دواړو لوریو له خوا د بریدونو په دریدو هم خبرې وشوې؛ خو هوکړه پرې نه ده راغلې.

د مرکچي پلاوی یو بل غړی محمد ناطقي ټینگارکوي، چې د طالبانو له خوا په اساسي قانون کې د تعدیل وړاندیزهم کیدی شي تر بحث لاندې راشي؛ خو د دغه قانون لومړی فصل، چې سیاسي نظام رانغاړي او دوه یم فصل، چې د وگړیو د اساسي حقونو خبره ده، نه بدلیږي.

د مرکچي پلاوي یو بل غړیفیض الله ذکي څرگندوي؛ حکومت چمتو دی، چې د طالبانو بندیان په دې ضمانت، چې بېرته جگړې ته نه ورگرځي، خوشې کړي.

دیادونې وړه ده، چې طالبانو له څو نارسمي ناستو وروسته له افغان حکومت له استازیو سره د اسلام آباد په مري ښار کې خپله لومړۍ رسمي ناسته تر سره کړې ده؛ خو د بشپړو جزیاتو په اړه طالبانو ډېر څه نه دي په ډاگه کړي.

Trending

Exit mobile version