تازه خبرونه

له طالبانو سره د افغان سرتېرو د یوځای کولو منځګړي ونیول شول

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱, ۱۴۰۰)

د افغانستان دفاع وزارت په کندوز ولایت کې د طالبانو د نفوذي کسانو نیول په ډاګه کړي دي.

دغه وزارت په ډاګه کړې، چې په کندوز کې د سیمه ییزو مشرانو تر نامه لاندې د طالبانو یو شمېر “نفوذي” کسان نیول شوي دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغو کسانو له افغان ځواکونو ته مشوره ورکړې، له جګړې پرته یوه امنیتي پوسته طالبانو ته وسپاري.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو ورځو کې وسلوالو طالبانو د یو شمېر ولسوالیو د نیولو لپاره خپل بریدونه ګړندي کړي دي.

د می له لومړۍ نېټې راپدیخوا په لسګونه ولسوالۍ د طالبانو لخوا نیول شوې دي.

په وروستيو پېښو کې له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا افغان سرتېري د روزګان له چوره، د کندهار له میوند، د زابل له شملزو او شاه جوی، د بغلان له نهرین او د کندوز له چار درې ولسوالیو او شېرخان بندره وتلي دي.

له بلې خوا ویل کیږي، چې افغان ځواکونو د تېرې شپې په جګړو کې د بلخ ولایت د بلخ او د کندوز ولایت علي آباد ولسوالۍ بېرته نیولي دي.

دفاع وزارت ویلي؛ له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا له امنیتي ځواکونو سره په نښتو او بریدونو کې ۲۳۴ طالب وسلوال وژل شوي او ۱۰۳ نور ټپیان دي.

د یادونې ده، چې حکومت وایي؛ د طالبانو تر واک لاندې سیمې به ډېر ژر آزادې شي.

Trending

Exit mobile version