تازه خبرونه

له طالبانو سره د بریټانیا احتمالي همکاري د بحث وړ ده – بین والیس

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۳, ۱۴۰۰)

د بریتانیا دفاع وزیر ویلي، چې انګلستان به له طالبانو سره همکاري وکړي که دوی واک ته ورسیږي.

بریټانیا په افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت ستر ملګری هېواد و. اوس دا هېواد په افغانستان کې له راتلونکي حکومت سره د همکارۍ په فکر کې دی.

د انګلیستان دفاع وزیر بین والیس وایي: دولت، چې هر ډول وي د ځینو نړیوالو اصولو او کړنلارو په پام کې نیولو سره به بریټانیا ور سره همکاري وکړي. بریتانیا به هره هغه اړیکه، چې د بشري حقونو خلاف وي و ارزوي.

د انګلستان دفاع وزیر بین والیس د سې شنبې پر ورځ په یوه مرکه کې ډیلي ټیلیګراف ته څرګنده کړې، چې بریټانیا به له طالبانو سره همکاري وکړي که دوی په افغانستان کې حکومت ته وردننه شي.

طالبانو په افغانستان کې له څو میاشتو راپدیخوا یو شمېر ولسوالۍ لاندې کړي؛ خو د بریټانیا دفاع وزیر بین والیس ويلي، چې که طالبان د سولې ښه ملګري او شریکان نشي؛ له نړیوالې انزوا سره به مخامخ شي.

د بریټانیا دفاع وزیر بین والیس وایي: تاسې باید د سولې شریکان شئ. که داسې ونکړئ له

سختې انزوا سره به مخ شئ. دا انزوا به مو هغه ځای ته بېرته ستانه کړي، چې په کې په وروستي ځل وئ.

د هغه په وینا؛ د افغانستان راتلونکی حکومت که هر ډول وي، دوی به د نړیوالو کړنلارو پر بنسټ ورسره همکاري وکړي.

دغه راز په کابل کې د فرانسې سفیر د طالبانو پر چلند نیوکه کړ او څرګندوي، چې طالبانو بنسټیز ځایونه نړولي او بشري سرغړونې یې کړې دي. ده په فرانسوي وګړیو غږ کړی، چې له افغانستان څخه ووځي.

په کابل کې د فرانسې سفیر ډیویډ مارټینون وایي: مونږ د طالبانو د بریدونو د درېدو غوښتنه کوو. دوی باید موخه ییزې وژنې بندې کړي او د بنسټونو له ویجاړولو لاس واخلي؛ دا هغه پرمختګونه دي، چې مونږ یې شل کاله د پرمختګ لپاره کار کړی.

له بلې خوا یو شمېر پخوانیو امریکايي پوځي مسوولینو حیرانتیا ښودلې، چې طالبان څه ډول  په بیساري توګه په افغانستان کې پر حالاتو واکمن شوي دي.

د امریکا پوځي تحلیلګر جک کین وایي: د حیرانتیا وړ خبره ده، چې اوس هم طالبان په خوځښت کې دي. زه فکو کوم، چې مونږ به په باالقوه توګه په رالتونکیو څو میاشتو کې  ناوړه شرایط ووینو.

د افغانستان د راتلونکي حکومت په اړه نړیوال دریځونه ورځ پر ورځ مخې ته راځي.

له دې مخکې هم ملګرو ملتونو ویلي وه، چې په کار ده د افغانستان راتلونکی حکومت پر ډیموکراټیکو اصولو رامنځته شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د راروانې جمعې پر ورځ د افغانستان د سیاسي او جهادي ډګر لوړ پوړي مشران له طالبانو سره د خبرو لپاره دوحې ته سفر وکړي؛ ځکه، چې د خبرو اترو په اړه یې دریځ سخت شوی او ان په کابل کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د ډیپلوماټانو د تګ راتګ لپاره د کابل هوایي ډګر ساتنې ته د ترکیې په ګډون د بل هر هېواد پوځي شتون هم ګواښل شوی دی.

Trending

Exit mobile version