تازه خبرونه

له طالبانو سره د خبرو له پاره نیټه ټاکل ستونزمن کار دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سولې عالي شورا د حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو د پیل لپاره د نیټې ټاکل ستونزمن کار بولي.

د دغې شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسم یار وایي، طالبان په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور د مودې غځول د سولې په زیان بولي.

کلونه کیږي چې په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې کیږي؛ خو د دغو هڅو پایله نه ده معلومه. د حکومت اجراییه رییس وایي، په څو اوونیو کې به له طالبانو سره د سولې خبرې پیل شي؛ خو د نوموړي په وینا، وسلوالو طالبانو ته نه وزارت او نه هم کوم ولایت په پام کې نیول شوی دی.

په همدې حال کې د ولسي جرګې ځینې غړي ټینګار کوي چې خلک باید د سولې د پروسې په اړه خبر کړای شي.

خو د سولې عالي شورا بیا وایي، چې د ۲۰۱۵ کال تر پایه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو په اړه د امریکا پریکړې طالبان سخت غصه کړي دي.

له تاوتریخوالي سره مخه ښه، له بنسټ پالو ډلو سره د اړیکو پریکون او اساسي قانون ته درناوی هغه مهم شرطونه دي چې د سولې په خبرو کې طالبانو ته د حکومت له خوا ایښودل شوي دي.

د ولسي جرګې دغه غړي په دې پروسه کې په پټو معاملو او د دغه بهیر په پیچلتیا اندیښمن دي.

ولسمشر غني هم وایي چې هېواد یې نور هیڅکه د ترهګرو او بنسټ پالو ځاله نه ګرځي او وروسته له دې به دولت له طالبانو سره له پیاوړي دریځ خبرې وکړي.

خبریال:فواد ناصری

Trending

Exit mobile version