سیمه ییز خبرونه
له طالبانو سره د خبرو په موخه بايد لومړى روانه جگړه ودرول شي
تر هغه، چې په افغانستان كې جگړه پاى ته ونه رسېږي په اساسي قانون كې د بدلون او نړېوالو ځواكونو څخه د وتلو په اړه د خبرو احتمال وجود نه لري.
د پاريس د ناستې يو گډونوال د دغه ناستې د پاېلو په اړه وايي، چې له طالبانو او د دولت له نورو وسله والو ډلو سره د خبرو په موخه بايد لومړى روانه جگړه ودرول شي.
د پاريس ناسته د جمعې په ورځ ( د مرغومي لومړى ) پاى ته ورسېده، په دې ناسته كې د افغان دولت، سياسي مخالفينو، طالبانو او حزب اسلامي استازو گډون كړى و.
په پاريس كې په دې دوه ورځينې ناسته كې د افغان دولت، د دولت د سياسي مخالفينو، طالبانو او حزب اسلامي استازي د افغانستان د راتلونكې او سولې د راوستو په اړه د خبرو په موخه سره جرگه وو.
دا ناسته په پټ ځاى كې د رسنيو له شتون پرته جوړه شوې وه.
د افغانستان دملي ائتلاف غړى همايون شاه آصفي وايي:
پدې ناسته كې ډېر د جگړې د پاى ته رسولو د څرنگوالي په اړه خبرې وشوې.
كه څه هم، چې د دې ناستې پاېله سمه نه ده روښانه شوې، خو په جوړېدو يې سر له اوسه نيوكې موجودې دي.
خو د دې ناستې گډونوال وايي، دا ډول ناستې كولاى شي په لوړه كچه د خبرو لپاره لاره هواره كړي.