تازه خبرونه

له طالبانو سره په فاریاب کې ایرانۍ وسلې لیدل شوي فاریاب والي

Published

on

د فاریاب والي ویلي، چې د جګړې په ډګرونو کې له طالبانو سره د ایران د حیدر کمپنۍ وسلې لیدل شوي، چې له زرهي وسایطو هم تېریدلی شي.

د هېواد د شمال فاریاب ولایت په ولسوالیو کې سختې نښتې رواني دي؛ له میمنې ښار سره د ډېرو ولسوالیو لارې تړلي او طالبان د ولسوالیو پر ډېرو برخو بشپړ حاکمیت لري.

د فاریاب والي نقیب الله فایق په دې اړه څرګنده کړې؛ طالبان د حیدر کمپنۍ وسلې لري، چې دا وسلې د ایرانۍ دي.

نوموړي زیاته کړې؛  طالبانو حیدر نومې وسلې، چې اوږدې دی کارولي او ان تانګونه سوري کوي.

مخکې له دې د هېواد په سویل لودیدیځ کې هم ایراني وسلې لېدل شوي، چې ایراني چارواکو یې شتون ردکړی دی.

د فاریاب والي نقیب الله فایق ویلي، چې په افغانستان کې د داعشي جنګیالیو مشري یو ازبکستانی وګړی کوي، چې جمعه بای نومیږي او دوی له خپلو کورنیو سره په فاریاب کې حضور لري. داعش دمګړۍ یوازې په فاریاب میشت دی.

 که څه هم په میمنه کې تر یوه بریده امنیت تامین دی؛ خو مرکز ته له والسوالیو تلونکې لارې له طالبانو سره دي او خلک د تګ را تګ پر مهال له ستونزو سره مخ وي.

د فاریاب د ولایتي شورا غړی محمد نادر سعیدي وایي؛ ځواکونو ته ان په مرکز کې  مرسته نه رسیږي.

 د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دې ولایت قرمقلذ ولسوالۍ ته لارې له میمنې سره دا درې کاله کیږي، چې تړلې دي او د ځمکې له لارې د ځواکونو تګک ستونزمن دی.

فاریاب د هېواد په شمال کې یو اړین ولایت ګڼل کیږي، چې داعش او طالبان په کې حضور لري.

د یادونې ده، چې په وروستیو څو میاشتو کې طالبانو د دې ولایت پر دولتي ودانيو اته موټر بم بریدونه کړي دي.

Trending

Exit mobile version