تازه خبرونه

له طالبانو پرته له بلې ډلي سره خبري نه کوو- معصوم ستانکزی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزي وایي، چې له طالبانو پرته له بلې هیڅ ډلي سره خبري کول نه غواړي.

نوموړي همدا راز هغه خبره رد کړې ،چې گواکې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د قدرت خلا رامنځته شوې.؟

ستانکزي له یوې بهرنۍ رسنۍ سره په مرکه کې منلې ، چې په هېواد کې وروستیو ځانمرگو او نورو بریدونو افغان امنیتي ځواکونه له سختو ننگونو سره مخ کړي دي.

نوموړي وویل، حکومت له طالبانو سره خبرو اترو ته چمتودی؛ خو په افغانستان کې له بلې هېڅ اورپکې ډلې سره خبرې نه غواړي.

ښاغلي ستانکزي له گاونډ پاکستان سره پرامنیتي همکاریو هم ټینگار وکړ.

Trending

Exit mobile version