تازه خبرونه

له غني او کرزي سره مې د همغږۍ هوکړه بې پاملرنې پاتې ده – حکمتیار

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۱۰, ۱۴۰۰

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي؛ حکومت بریالی شوی ندی، چې د سولې د همغږۍ او پرېکړې یو بنسټ رامنځته کړي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي؛ که څه هم ولسمشر غني د سولې په تړاو د هغه ټول وړاندیزونه او طرحې ومنلې؛ خو پلې شوې ندي.

د حزب اسلامي مشر یوې خبرې ناستې ته څرګنده کړې، چې له ولسمشر غني او حامد کرزي سره یې په یوه درې اړخیزه ناسته کې د لنډمهاله حکومت، د استانبول غونډې ته د یوې واحدې طرحې، د پرېکړه نیوونکې عالي شورا جوړښت، د طالبانو او حزب اسلامي د زندانیانو پر خوشي کېدو او دارنګه پر ټاکنو او اوربند هوکړه کړې ده.

د حزب اسلامي رهبر خبرداری ورکوي، چې که دغه هوکړې عملي بڼه غوره نکړي؛ د هغه ګوند به په خپله د سولې او د افغانستان د راتلونکې په تړاو لاس په کار شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ د دې هوکړې په تړاو تر دې مهاله څه ندي ویلي.

حکمتیار وایي: زه له دې ناستې تش لاس نه یم راوتلی. که څه هم په لومړیو کې ولسمشر د استانبول ناستې په اړه مثبت نظر نه درلود او غوښتل یې، چې دا ناسته باید په کابل کې ترسره شي.

د حزب اسلامي مشر د دولت عالي شورا ته په نغوته او اشاره ویلي؛ د دې شورا جوړښت باید داسې وي، چې د افغانستان په سوله او جګړه کې ښکېلې خواوې ترې برخمنې  شي او له ټولو صلاحیتونو برخمن وي.

د حزب اسلامي مشر چلبدین حکمتیار وایي: عالی شورا په تشکیل کې باید د اووه اړخونو مشران، چې د افغانستان د سولې او جنګ بنسټیز اړخونه پاتې دي؛ د سولې په اړه باید پرېکړه کوونکې ومنل شي.

د هغه په خبره، ولسمشر باید په دې شورا کې د حکومت د استازي په توګه برخه ولري.

له دې مخکې د حزب جمعیت اسلامي او جنبش اسلامي په ګډون نورو سیاسي څېرو د دولت عالي شورا پر جوړښت نیوکه کړې وه او څرګنده کړې یې وه، چې دا شورا د پرېکړې صلاحیت نلري.

ولسمشرۍ ماڼۍ د دې هوکړو په تړاو څه ندي ویلي؛ خو ټینګار یې کړی، چې ولسمشر غني د سولې په تړاو د کورنۍ اجماع د پیاوړتیا لپاره له حکمتیار او حامد کرزي سره کتلي دي.

د حزب اسلامي رهبر په دې وروستیو کې د یوشمېر ولسوالیو او پوستو سقوط هم توطیه وګڼله او زیاته يې کړه، چې د دې کار موخه د طالبانو او حزب اسلامي د غړیو ترمنځ د جګړې رامنځته کول دي.

د یادونې ده، چې د افغانستان دفاع وزارت د حکمتیار دا څرګندونه رد کړی او هغه یو تور بولي.

Trending

Exit mobile version